کور / شعر / پښتنه خور

پښتنه خور

د ظلم جبر انتها په کور راګډه سوله
څه ليونی غوندی بلا په کور را ګډه سوله
د رڼا ګانو په بانه ئی سره اورونه راوړه
د جنګ تياره له کومی خوا په کور را ګډه سوله
غليمه تابه زموږ کور ته څنګه کوږ کتلی
ژړا په دی ده چه جفا په کور را ګډه سوله
مرګيه لږ صبر خو وکړه بس درځمه غيږته
پښتنه خور می په ژړا په کور راګډه سوله
زه ( ځلبلاند ) لاس په دوعا يم ستا و درته ربه
زموږ د عمل کمه ګناه په کور را ګډه سوله