کور / تازه خبرونه / د دارالامان حملې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د دارالامان حملې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب نيکزاد وايي په دارالامان کي د نن سهار د چاودني له امله شاوخوا ١٥ تنه مړه او ټپيان سوي دي.
د پېښي د قربانيانو دقيق شمېر معلوم نه دئ، خو د کورنيو چارو وزارت وايي يوه ځانمرګي بريدکوونکي د بهرنيو ځواکونو پر کاروان حمله کړې ده او پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده. خو بهرنيو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي سوي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کي د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.