دمیدانښار د تورو تیږو په سیمه کې دمسلکي او حرفوي زده کړو د ودانۍ بنسټ ډبره د څه باندې پنځه نیم لکو امریکایي ډالرو په ارزښت کیښودل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي فدایي د داډول ټول ګټو پروژو جوړول خوار د ارزښت وړ وبلل او هم یې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ دکار ښه چاپېریال اړین وبلل،چې له امله به یې دمامورینوظرفیتونه لوړ او هم به نالوستو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې ګټورې زده کړې ورکړل شي.
د پوهنې ریس حفیظ الله وزیري په ویناء دغه ودانۍ چې یو جریب مربع ځمکه کې په یو پوړکې په پاخه او اساسي ډول دمسلکي زده کړو دلیسې ترڅنګ په لسو میاشتو کې دنشه یې توکیو دوزار ت له بودیجې څخه د(۵۶۹۰۰۰) پنځه لکه او نهه شپیته زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ایفیکس شرکت لخوا جوړېږي.
دیادونې وړ ده چې په همدغه سیمه کې په لس جریبه ځمکه کې دنشه یې توکیودمبارزې وزارت په بودیجه د بدیل معیشیت دپروګرام له مخې دمسلکي زده کړو عالي لیسې ودانۍ،دزده کوونکو لپاره لیله(دشپې استوګنځای) او جومات دجوړولوکار هم په سلو کې ۹۰٪ سلنه بشپړ شوې دی چې په نژدې راتلوونکي کې
به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.