د اېټاليا حکومت وايي په يوه لارۍ موټر کي يې ٢١ افغانان په داسي حال کي نيولي چي له يونان څخه اېټاليا ته په ناقانونه توګه ور اوښتي ول.
د اېټاليا حکومت وايي دغه کسان په يوه لارۍ کي ناست وو چي د سرحدي پوليسو او ګمرک د مامورينو له خوا د موټر دپلټني پر مهال ونيول سول.
په وروستيو څو کلونو کي له افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته د ځوانانو د مهاجرت لړۍ ډېره سوې ده، چي يا له انډونيزيا څخه اسټراليا ته او يا له ترکيې، يونان او اېټاليا څخه اروپايي هيوادونو ته د کار او روزګار دپاره ځي، خو د راپورونو له مخي ډېر وخت په ځنګلونو او سختو لارو کي د مرګ سره مخ سي او يا د پوليسو له خوا ونيول سي.