د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کندهار د ولايتي شورا رئيس (د ولسمشر حامد کرزي کشر ورور) احمدولي کرزى د مځکو په غصب کي په لاس لرلو متهم کړى دئ.
د ملي دفاع وزارت په يوه خپاره سوي راپور کي ويلي، د کندهار په شاوخوا کي د دې وزارت ډېري مځکي چي زورورو قبضه کړي، په يو نه يو ډول د احمدولي کرزي له ملاتړ څخه برخمن دي.
د ملي دفاع وزارت که څه هم د کومي معلومي سيمي يادونه نه ده کړې، خو په کندهار کي د عينو مېني په نوم د نوي ښايسته ښارګوټي په هکله ويل کېږي چي د ملي دفاع وزارت پر مځکه د ولسمشر کرزي د بل ورور محمود کرزي له خوا جوړ سوى دئ.
خو د عينو مېني مسئولين وايي محمود کرزي دغه مځکه لاندي کړې نه، بلکي د کندهار له ښاروالۍ څخه يې رانيولې ده او د ښاري پراختيا وزارت له ماسټرپلان سره برابر ښارګوټى يې پر ودان دئ.
د امريکايي چارواکو او مطبوعاتو له خوا پر ښاغلي ولي کرزي باندي تر دې دمخه هم د نشيي موادو د قاچاق، ترورونو او له طالبانو سره د پټ تار درلودلو تورونه لګېدلي وو، خو دا لومړى ځل دئ چي خپله د افغان حکومت له خوا د مځکو په غصب تورنېږي.