د کنړ ولايتي مقامات وايي د مولوي ګل رحمان په نوم يو ديني عالم او پخوانى جهادي قومندان د نامعلومو کسانو له خوا پرون د يکشنبې په ورځ وژل سوئ دئ.
د کنړ د پوليسو يوه افسر رسنيو ته ويلي چي مولوي ګل رحمان پرون د کنړ په چپ دره ولسوالي کي د خپل ورور او کورنۍ د يوه بل غړي سره په وسله واله حمله کي وژل سوئ دئ.
افغان چارواکي وايي مولوي ګل رحمان د اسلامي حزب پخوانى قومندان وو، او د حکومت، طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ د مذاکراتو غوښتونکى او په دې لاره کي يو فعال شخص وو.
تر دې مهاله د مولوي ګل رحمان د وژلو مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم افغان حکومت څوک په دې مرګ متهم کړي دي.