کور / تازه خبرونه / د پامیر په لویدلې طیاره کی ۳ برتانویان هم مړه سول

د پامیر په لویدلې طیاره کی ۳ برتانویان هم مړه سول

اسوشیټیډ پریس لیکی چی د پامیر هوایی چلند په هغه طیاره کی چی نن د هوا د خرابۍ له امله په سالنګ کی ولوېده ، شپږ بهرني اتباع هم سپاره وو چی درې یې برتانویان دي . د هغوی د وظیفو په باره کی څه نه دي ویل سوي چی آیا هغوی د انجوګانو خلک وو که امنیتی یا استخباراتی کسان وو .په دې الوتکه کی ۴۴ سکه سپاره وو . ناټو خپل هلیکوپترونه کومک ته ورلیږلي خو د بخار ، اوریځی او خرابی هوا له امله کومک نسی کولای .