کور / تازه خبرونه / مارجه یو ځل بیا د جګړې ګرمه جبهه ده

مارجه یو ځل بیا د جګړې ګرمه جبهه ده

نیویارک ټایمز د لښکر ګاه او مارجې څخه راپور ورکوی چی طالبان یو ځل بیا په مارجه کی فعال سوي او د امریکایی پوځیانو سره سختی جګړې او پر هغوی حملې کوی . ورځپاڼه لیکی چی د مارجې عوام د دې جګړو له لاسه د خپلو کورنیو سره وزی او هر ورځ ۱۰ ـ ۱۵ کورنۍ لښکرګاه ته ځی . د سرې میاشتی مامورینو ورته وویل چی په تیرو دوو هفتو کی ۱۵۰ کورنۍ د مارجې څخه راوتلي دي چی علت یې جنګ او د امنیت نشتوالی دی . راپور زیاتوی چی مارجه د ورځی د امریکایانو او د شپې د طالبانو په کنټرول کی ده او په واقعیت کی پر مارجه هیڅ لورﺉ هم بشپړ کنټرول نلری . راپور وایی چی په مارجه کی د طالبانو استخبارات خورا پیاوړی دي . یو بزګر ( رحمان ) ورته وویل چی « طالبان هر ځای شتون لری ، هغوی د لړمانو غوندی تر هره ډبره لاندی موجود دي او هر هغه څوک په نېښ وهی چی د حکومت یا امریکایانو سره مرسته کوی . »
راپور زیاتوی چی ډیر خلک د طالبانو سره کومک کوی حتی ځای او اطلاعات ورکوی . راپور په پای کی زیاتوی چی اوس په مارجه کی امریکایان د خلکو امنیت نسی ساتلای او د طالبانو کنټرول او پر امریکایانو حملې ورځ په ورځ زیاتیږی .