دپاميردهوايې شركت يوه الوتكه دسالنګ په غرونوكې نن وركه شوې
سيمه ييزچارواكې وايې چې دوى اټكل كوي ،چې دالوتكې ټوله سپرلۍ اوعمله به وژل شوې وي
دغې الوتكې نن سهارڅه كم نهه بجې له كندوزڅخه دكابل پرلوري الوتنه كړې وه چې دسالنګ په غرونوكې لادركه شوې
دكندوز والي انجنيرمحمدعمرددغې الوتكې دلادركه كېدوپخلى كړى .
والي زياته وي چې په الوتكه كې له ۳۰ څخه زيات مسافرين اودالوتكې عملې شتون درلود
ځايې اوسېدونكې وايې دسالنګ دغرونو دپېچلي جوړښت له وجې ناشونې ده چې په اسانۍ سره دي سيمي دژغورنې عمله ورسېږي
دغه الوتكه دروسې ساخت بلل شوې چې دپاميرهوايې شركت اړوند ده .