کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په بغلان كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد پيل شويو عملياتو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دا عمليات هغه وخت ګټور ثابتدلې شي، چې بغلان له تصفيى وروسته وساتلې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې افغان كارګرانو ته د كار د ويزې د وركولو لپاره د ايران په نوي اقدام بحث كړې او هغه يى د افغانانو د وروستيو اعدامونو په اړه د كيدونكو اعتراضونو د بندولو لپاره د تهران يو تكتيك بللې دې.
ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې ددې اقدام د هركلي په ځاى دې په ايران كې له افغان كډوالو سره د كيدونكې ناوړه چلند په وړاندې سخت دريځ غوره كړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په وړاندې د ځينو كړيو غبرګونونو ته په اشارې ليكلي، چې ددې ستونزې حل پاڅون نه بلكه د مخنيوي لپاره يو ميكانيزم غواړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك امريكا او بريتانيى ته د ولسمشر كرزي وروستي سفر ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دې سفر وښودله، چې افغانستان له پاخه نړيواله ملاتړه برخمن دې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان په روانې وضعې بحث كړې او ليكلي، چې ددې بحران د حل تر ټولو غوره لار سوله ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا ليكلي، چې د افغانستان د شتو ستونزو د سوله ايز حل لپاره د سولې ملي مشورتي جرګه يوه ښه وسيله ده او ټول افغانان بايد د هغې د بريا لپاره كار وكړي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا امريكا ته د ولسمشر كرزي د سفر په مهال د ځينو مسايلو په وړاندې د ښاغلي كرزي په دريځ كې د بدلون يادونه كړې او ليكلي، چې دا بدلون تر ډيره له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په برخه كې موجود وو.
په ورځپاڼه كې د ايران لپاره د نوي سفير د ټاكلو په موضوع هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د ايران هغو هڅو ته كتنه شوې، چې غواړي افغان سفير بايد ددوى په خوښه وټاكلې شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ايران هڅه كوي يو داسې سفير ومومي، چې د افغانستان په وړاندې د ايران د سياستونو ملاتړ وكړي.
ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره روانو تياريو ته هم كتنه كړې او ځينو شتو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا دا جرګه به څه ګټه ولري.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې امريكا او بريتانيى ته د ولسمشر كرزي په وروستي سفر بحث كړې او ليكلي، چې دې سفر د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړيكو په برخه كې يو نوې باب پرانستې دې.
ورځپاڼې دا سفر د سياسي، اقتصادي او پوځي پلوه خورا مهم بللې او ليكلي، چې له دې سره د خاموشۍ كنګلونه مات شوي دي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د ښاغلي كرزي دې سفر په افغانستان كې د سولې او ثبات روانې هڅې يو ځلې بيا د نړۍ د پاملرنې په سر كې ځاى كړي دي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د سولې په وړاندې شته ستونزې څيړلې او پدې برخه كې شتو فرصتونو او ظرفيتونو ته په اشارې ليكلي، چې سوله پالنه د افغانستان لومړنۍ اړتيا ده.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د لوړو زده كړو په روان حالت هم بحث شوې او ليكل شوي، چې د لوړو زده كړو د كيفيت لپاره بايد جدي هڅې وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د څر ځايونو په ستونزې بحث كړې او ددې ستونزې د هواري لپاره شوې هڅې نيمګړې بللې دي.