کور / شعر / نظم

نظم

خداې راکړې نعمتونه بيشماره رنګ د رنګ
بختوره هرلحظه د خوندوره د باباادې ترڅنګ
موراو پلار لوې نعمت دې احسان د ذوالجلال
شکرکاږه هم ثناوايه ورب ته نورزيه پرهرحال

لا پاته مې په غوږ کې د ځانګو د وخت کيسې
را کړې دې په مينه مورې خپل پاکې شيدې
يوګړې مې نه هيريږې زه په ژوند درنه جدايم
څه سوې مورې څه سوې چه درنارې کم ادې

څه سوم مورې څه سوم زه له کوره مسافر يم
ناست په بل وطن کې خو په زړه فرهرفرهريم
هرلحظه په سوچ زما خيالونو کښې راګرځې
بس ژاړم زه پرديسه ستا تصوير ته په نظريم

تا په ناز زه يم روزلې ستا تر پښولاندې جنت
پرحق لار دې برابرکړم تااستلې زيات محنت
تا ليدلې زحمتونه تا ګاللې زما دپاره شوګيرې
په له لوله لوتا لوې کړم څومره ډيرستامحبت

زمامورکې مهربانې رب دې درکې ډيراجرونه
موږ راټول يو پرتاباندې لوې واړه ستااولادونه
چه زموږترمنځ الفت دې ستا ددعاووبرکت دې
دنيا په تا ودانه ستا سوې په قران کې صفتونه

لاس پورته کې الله ته دوعا ستاسې ده قبليږې
محبت د دنيا ډيرسو ورځ په ورځ نفاق ډيريږې
بيلتون کوردکوره ګرځې زوې له موره بيله وې
چه بخښنه راته وکړې ترګناه خداې راتيريږې

پاک رب دې مهربانه ګوندې دا تيارې رڼا سې
بيا به ياراشنا پخلا موراو زوې به په خندا سې
بيا به ژوند د ذلت نوې نه به وښکې دمورڅاڅې
اتفاق چه منځ ته راسې ورک به داغم اوژړاسې