کور / شعر / څلوريځې

څلوريځې

څلوریځه

سترګې مه توره وه وژل کوی

باڼه مه جوړه وه ویشتل کوی

زه خو دې هسې هم ليونی یم

مړو کتل لا پسې خوړل کوی

څلوريځه

وينه کې مې پښتو شته زه له اره غیرتي یم

ساتم خپل هیواد له پردو نه داسې میړني يم

اوسیږم ورشوګانو کې پخوا نه لا تر اوسه

د هندوکښ پر لمنو ودان هم غرني يم