د انګلستان « انډپنډنټ » ورځپاڼه راپور ورکوی چی په افغانستان کی د امریکا او ناټو لوی قوماندان جنرال مک کریسټل اعتراف وکړ چی د افغانستان جګړه ګټونکی نه لری . ده وویل چی موږ دومره کړي چی د طالبانو پرمختګ تم کړو خو د کابل له لاسه موږ هم د لویو ستونزو سره مخامخ یو . دا لومړی ځل دی چی د دیرش زره امریکایی پوځیانو راغوښتونکی جنرال د خپلي بی وسۍ او د کابل د بی کفایتۍ دغسی صریح اعتراف کوی .