اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له واشنګټن وروسته لندن ته د افغان ولسمشر كرزي د سفر په اهدافو ، بحث كړې او ليكلي، دا، چې نوي بريتانوي چارواكي به د افغانستان له روانو پيښو سره څه ډول چلند وكړي دا به ددوى راتلونكې كړنې روښانه كړي.
ورځپاڼې د امريكا او بريتانيى د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ليدنې په اړه هم، چې د ورځپاڼې په وينا د بحث اصلي موضوع يى افغانستان وو يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې افغانستان لا هم ددوى لومړيتوب دې.
په ورځپاڼه كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د جرمني ددفاع د پخواني وزير څرګندونې هم راخستي او ليكلي، هغه څه، چې په افغانستان كې روان دي هغه جنګ دې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د بريتانيى له صدراعظم سره د ولسمشر كرزي ليدنې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې پدې ليدنه كې د كابل او لندن ترمنځ د اړيكو په لا پياوړې كولو ټينګار وشو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا واشنګټن او لندن ته د افغان مشر په وروستي سفر او د دواړو هيوادونو له مشرانو سره په شويو خبرو بحث كړې او ليكلي، چې دا سفر د درې واړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيكو اړيكو د نوي پړاو پيلامه ده.
په ورځپاڼه كې د افغان او امريكايي مشرانو ګډې اعلاميى ته هم يوه ځغلنده كتنه شوې او هغه د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوږد مهاله ستراتيژيكو اړيكو يوه بيلګه بلل شوې.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغان او امريكايي مشرانو په ګډې اعلاميى بحث كړې او كه څه هم هغه يى د افغانستان لپاره مهم بللې، خو پوښتلي، چې ايا ددې اعلاميى د عملي كولو اراده شته او كه څنګه؟
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د افغانستان په اړه د امريكا او بريتانيى دريځونو ته كتنه كړې او د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ليدنې ته په اشارې ليكلي، چې دواړه خواوې ژمنې دي، چې په افغانستان كې د ناټو روانه ستراتيژۍ د برياليتوب تر پړاووه پرمخ بوزي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د خصوصي امنيتي كمپينو د فعاليتونو په اړه، چې د ورځپاڼې په وينا فساد ته لمن وهي د يو بريتانوي څيړونكي څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې ناټو په افغانستان كې د هر ډول مركزي جوړښت په رامنځ ته كولو كې پاتې راغلې دې.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د بريتانيى له نوي صدراعظم سره د افغان ولسمشر په ليدنې بحث كړې او د بريتانيى د نوي صدراعظم په حواله يى ليكلي، چې هيواد يى يو باثباته او پياوړي افغانستان ته ژمن دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د ډيوډ كيمرون او د ولسمشر كرزي ترمنځ په ليدنې بحث كړې او هغه يى د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو د پياوړې كولو لپاره خورا مهمه بللې.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې اداري فساد او د كوكنارو كښت د سولې د هڅو په وړاندې يو خنډ ښودلې او د هغې د لرې كولو غوښتنه يى كړې.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس بيا پخپله سرمقاله كې د افغان ولسمشر او بريتانيى د لومړي وزير ترمنځ په ليدنې او شويو خبرو تبصره كړې او ليكلي، چې لندن ته د ولسمشر كرزي سفر دا ښۍ، چې د ترورزم پر ضد د روانې مبارزې لپاره د واشنګټن، كابل او لندن ترمنځ ګډ دريځ موجود دې.
خو اصلاح بيا د بهرنيو ځواكونو په وروستيو عملياتو كې د عامه خلكو وروستۍ مرګ ژوبلې ته په اشارې پدې اړه د خلكو انديښنې راخستي او د هغې د مخنيوي لپاره يى د جدي اقداماتو غوښتنه كړې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې يو شمير افغان قاضيان او څارنوالان تورن كړي، چې د بګرام او د ګوانتانامو له بنديانو رشوت اخلي.
ورځپاڼې په دوام كې د مشرانو جرګې د شكايتونو د كمسيون د مشر په حواله ليكلي، چې له بګرام او ګوانتانامو څخه راليږدول شوي بنديان دوى ته شكايت كړې، چې يو شمير قاضيان او څارنوالان له دوى نه ددوى د دوسيو د څيړلو لپاره د پيسو غوښتنه كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې د كانديدانو له لومړني لسټ نه د يو شمير كانديدانو د نومونو د لرې كولو په مسئلې بحث كړې او پدې برخه كې شتو ځينو ستونزو ته په اشارې پوښتلي دي، چې دا سياسي چلند وو او كه تخنيكي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه