د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د بولان ميډيکل کالج ډاکټران وايي برايي شپه د دوى روغتون ته يو عجيبه ماشوم وروړل سو، چي ماغزه يې د سر له کوپړۍ څخه دباندي دي.
ډاکټران وايي کله چي دوى په ايمرجنسي واټ کي د ماشوم په معاينه باندي بوخت وو، د ماشوم مور او پلار وتښتېدل او هلک يې په روغتون کي دوى ته پرېښاوه.
د ډاکټرانو په وينا د ماشوم د ژوند ژغورلو دپاره به خپلي ممکنه هڅي وکړي، خو د هغه د ژوندي پاتېدو امکانات ډېر لږ دي.
دا چي ولي د دې هلک ماغزه د سر له کوپړۍ څخه دباندي دي، ډاکټرانو يې علت د مور په بدن کي د فوليک اسيډ کمى په ګوته کړئ دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه