د هندوستان په مدهيه پردېش ايالت کي د برېښنا د تکان له امله ٢٨ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
ايالتي چارواکي وايي پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي يو بس موټر د برېښنا له لوڅو هوايي تارونو سره ټکر سو او له امله يې په ټول موټر کي برېښنا جريان پيدا کړ.
حکومت وايي پېښه پرون د بهوپال څخه ٤٥٠ کيلومتره لري په منډله ولسوالي کي رامنځته سوه چي له امله يې د درو ماشومانو او ١٢ مېرمنو په ګډون ٢٨ تنه مړه سول.
د راپور له مخي په موټر کي ٣٢ کسان سپاره وو، چي څلور تنه يې ژوندي پاته سوي دي.