ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په ايران كې د القاعده د مشرانو د تعقيب لپاره د امريكا د استخباراتو هڅې څيړلي او ليكلي، چې سي، آى، اى د ريګور په نامه د يو نهايت محرم پروګرام له لارې په ايران كې د القاعده غړي تعقيبيږي او د امكان په صورت كې يى وژني.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د ايران شيعه حكومت كه څه هم د سني ترورستي ډلو دښمن دې، خو د امريكا پرضد په مناسبو فرصتونو كې له القاعده سره اړيكې لري.
په ورځپاڼه كې د افغانستان له روانو حالاتو سره د لويديځ چلند ته هم كتنه شوې او د اوباما د سلا كارانو په حواله ليكل، چې سست سياستونه په افغانستان كې د روان جنګ د اوږديدو سبب ګرځي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې يو ځلې بيا د ناټو په خپلسرو عملياتو كې د عامه خلكو په مرګ ژوبلې ژړلي او د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې وروستيو عملياتو ته په اشارې ليكلي، چې دغو ځواكونو يو ځلې بيا خپل وحشت تكرار كړ.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا هم د خپل لومړي مخ زياتره مطالب له امريكايي مشرانو سره د ولسمشر كرزي ليده كاته ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اوږد مهالې اړيكې په ټولو برخو كې وده او پراختيا مومي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې په افغانستان كې د سولې لپاره روانو هڅو كتنه كړې او ليكليي، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان كې د ملي پخلاينې د بهير كلك ملاتړ وكړ.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د افغان او امريكايي مشرانو لخوا په خپرې شوې ګډې اعلاميى بحث كړې، چې پكې په پياوړې ملګرتيا او اوږد مهاله ژمنې ټيګار شوې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا اعلاميه د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيكو اړيكو د هغې ګډې اعلاميى پر بنسټ برابريږي، چې په ۲۰۰۵ ميلادي كال كې تصويب شوې.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغان او امريكايي مشرانو ترمنځ د ليدنې په مهال د شوې يوې بلې پريكړې يادونه كړې، چې له مخې يى امريكا په افغانستان كې د خپلې ولكې لاندې زندانونه او بنديان افغانستان ته سپاري.
ورځپاڼې د امريكا او افغانستان ترمنځ شويو نويو تړونونو ته هم كتنه كړې، خو د هغو د پلي كولو څرنګوالي ته په اشارې ليكلي، چې دا تړونونه به و نه كړاى شي، چې په راتلونكو څو كلونو كې معجزه رامنځ ته كړي.
په ورځپاڼه كې په كندهار كې د پيليدونكو عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او په افغانستان كې د ناټو د عمومي قومندان په حواله ليكل شوي، چې ددې عملياتو اغيزې به د روان كال تر پايه پورې څرګندې شي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر او له امريكايي مشرانو سره د هغه ليده كاته ته په اشارې په يو څيړنيز مطلب كې ددې سفر لاس ته راوړنو ته كتنه كړې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې پيښو ته ځانګړې كړې او د يوې نوې څيړنې پر بنسټ يى ليكلي، چې په روان كال كې د عامه خلكو په مرګ ژوبله كې په سلو كې شپږ اويا زياتوالې راغلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې مسئلې بحث كړې او پدې ترڅ كې د افغان دولت انتقادونو ته په اشارې ليكلي، چې ددې ستونزې د هواري لپاره جدي اقداماتو ته اړتيا ده.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د افغان او امريكايي مشرانو لخوا په خپرې شوې ګډې اعلاميى بحث كړې او د هغې ګټې يى څيړلي دي.
خو اصلاح بيا د امريكا او افغانستان ترمنځ د اړيكو د ترنګتيا په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې رسنيو پدې برخه كې له مبالغې كار اخستې وو.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم په يو څيړنيز مطلب كې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي د سفر په نتايجو بحث كړې او هغه يى د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو د پراخولو لپاره خورا ګټور بللې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د پاكستاني طالبانو په فعاليتونو غور كړې او ليكلي، چې دوى اوس د سيمې او نړۍ امنيت ته د يو ستر ګواښ په بدليدو دي.
ورځپاڼې په دوام كې امريكا او د هغې متحدين هڅولي، چې پاكستاني طالبانو ته بايد له دې زيات وخت ورنكړي او دهغوى پر ضد كلك ګامونه پورته كړي.