د کرکيټ د نړۍ والو سياليو د نيمه پايلوبو په دوهمه لوبه کي پاکستان له اسټراليا څخه ماته وخوړه.
اسټراليا پچه وګټله او د پاکستان خلاف يې فيلډينګ غوره کړ، پاکستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٩١ منډي جوړي کړې، چي د پاکستان له خوا ايښوول سوي هدف ته رسېدل د اسټراليا دپاره ډېر سخت وو.
د پاکستان له خوا کامران اکمل په ٣٣ بالونو ٥٠ منډي، سلمان بټ په ٣٠ بالونو ٣٢ منډي، عمراکمل په ٣٥ بالونو ٥٦ منډي، شاهد افريدي په نهه بالونو ٨ منډي، محمدحافظ، خالد لطيف په شپږ بالونو ١٣ منډي، عبدالرزاق په اووه بالونو ١٢ منډي جوړي کړې.
د لوبي په دوهمه برخه کي چي اسټراليا بيټينګ ته ودرېده، سره له دې چي ډېر فشار پر پروت وو، خو تر پايه پوري يې ډېره سنجيده لوبه وکړه.
اسټراليا د پاکستان هدف ١٩١ منډو ته ځان ورساوه چي اووه لوبغاړي يې سوځلي او له ټاکل سويو شلو آورونو څخه يې ٢ بالونه لا پاتي وو.
د اسټراليا له خوا څخه مايکل هسي (مسټر کريکيټ) پر ١١٩ بال باندي شپږيزه ووهله او د خپل طرف منډي يې ١٩٧ ته وخېژولې.
د اسټراليا څخه ډيويډ ورنر په ٢ باله صفر منډه، شېن واټسن په نهه بالونو ١٦ منډي، برډ هاډين په ١٩ بالونو ٢٥ منډي، مايکل کلارک په ١٩ بالونو ١٧ منډي، ډيويډ هسي په نهه بالونو ١٣ منډي، کېمرون وايټ په ٣١ بالونو ٤٣ منډي، مايکل هسي په ٢٤ بالونو ٦٠ منډي او ميچل جانسن په ٣ بالونو پنځه منډي جوړي کړې.
اسټراليا به د يکشنبې په ورځ د انګلستان سره د ٢٠١٠ کال د شل آوريزه سياليو د اتلولۍ د ترلاسه کولو پر سر وروستۍ لوبه وکړي.