د پکتيا والي جمعه خان همدرد نن د جمعې په ورځ له يوه ځانمرګي بريد څخه روغ وتلى دئ.
د بي بي سي د يوه راپور له مخي والي جمعه خان همدرد وروسته له هغه د ګردېز ښار په څنډه کي له ځانمرګي حملې سره مخ سو، چي په دغه ولايت کي د نښترګل له دوديزي مشاعرې څخه تر ګډون وروسته خپل دفتر ته روان وو.
راپور وايي په دې حمله کي پر ځانمرګي سربېره يو ملکي کس مړ سوئ دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه