رویټر لیکی چی نن د « تحریکِ طالبان پاکستان » لخوا یو ه ویډیو خپره سوه چی په هغه کی یې امریکا او لویدیځ ته اخطار ورکړی چی ژر به وسوځی . د طالبانو دغه ویاند ( عظیم طارق ) د مې پر اوله په نیویارک کی د ناکامه بمی حملې په اړه وایی چی « تحریک هغه څه ثابت کړل چی امریکا د هغه حتی هیڅ ګومان هم نه کاوه . دا خو صرف د منفلقه موادو څخه ډک موټر و چی و نه چاودېد . خو امریکا او استعماری ځواکونه به ووینی چی هغوی به هم وچاودی او امریکا به هم وسوځی . هغوی نه مجاهدین له منځه وړای سی ، نه جهاد او نه هم اسلام زیانمن کولای سی . بلکی برعکس دوی به پخپله سوځل کیږی او ځانونو ته به پخپله خپل قبرونه کیندی . »
ده د پاکستان رژیم هم غیر اسلامی وباله او د هغه د نسکورولو ږغ یې کړی او زیاته یې کړه چی د هغه د تباهۍ وخت رانږدې سوی دی .