کور / تازه خبرونه / حامد کرزﺉ افغانستان ته د را روانو پوځیانو سره ګوری

حامد کرزﺉ افغانستان ته د را روانو پوځیانو سره ګوری

فرانس پریس آژانس لیکی چی حامد کرزﺉ نن د امریکا څخه د خپل سفر په وروستۍ ورځ د هغو امریکایی پوځیانو سره ګوری چی څو اوونۍ وروسته به افغانستان ته د جنګ لپاره لیږل کیږی . حامد کرزﺉ پرون د هغو امریکایی پوځیانو هدیرې ته هم د احترام لپاره ورغی چی طالبانو وژلي دي .
له دې نه علاوه ، حامد کرزﺉ په سه شنبه د واشنګټن پوځی روغتون ته هم ورغی او هلته یې هغه امریکایی پوځیان وکتل چی په افغانستان کی زخمی یا معیوب سوي دي . ده هلته هغه عسکر هم له نږدې ولید چی دواړه لاسونه او دواړی پښې یې په افغانستان کی له منځه تللي دي .
خو سیاسی مبصرین وایی چی د حامد کرزي لخوا ( د معمول خلاف ) د امریکایی ژوندیو پوځیانو ، زخمی یا معیوبو پوځیانو او وژل سوو پوځیانو څخه لیدنه په دې بحرانی پړاو کی یو مبهم پیغام په بر کی لری چی په غیرمستقیم ډول د دې جنګ د شدت هڅول او تاییدول ترې ثابتیږی .