رویټر راپور ورکوی چی نن د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالي کی په زرګونو خلکو د هغه پیښی د غندلو لپاره مظاهره وکړه چی ناټو تیره شپه په کلای الله نظر کی پر درو کورونو حمله کړې او یوولس کسان یې شهیدان کړی وو . مظاهره چیانو ویل چی هغوی ټول ملکی انسانان وو خو ناټو وایی چی یا ، هغوی طالبان وو. مظاهره چیانو د حکومت او امریکا پر ضد شعارونه ورکول او څه ګړﺉ وروسته پولیسو پر هغوی ډزي وکړې او یو نفر یې شهید کړ .
د مظاهره چیانو څخه یو نفر ( حافظ ګل ) وویل چی « موږ به ټوله ولسوالي وسوَځوو ، موږ امریکایان نه غواړو . حکومت هم نه غواړو . . . که هغوی موږ وژنی نو همدا اوس مو دې ووژنی . »
راپور وایی چی د امریکایانو او حکومت څخه د هغوی د ناوړه کړنو له امله ورځ په ورځ دعوامو خپګان په غُصه سره بدلیږی .