د امريکا په نيويارک او بوسټن ايالتونو کي دوه شکمن پاکستانيان نيول سوي دي.
د متحده ايالاتو فډرال استخباراتو ايف، بي، آى ويلي يو تن يې د نيويارک په لانګ آيلنډ او دوهم يې د بوسټن په واټرټاون کي نيولئ دئ.
د راپور له مخي دغه دواړه کسان په متحده ايالتو کي د مهاجرت له قانون خلاف اوسېدل چي اوس څېړني ځني رواني دي.
بلي خوا ته د ايف، بي، آى پوليس وايي د متحده ايالاتو په مختلفو ايالتونو کي يې د نيويارک د ټايمز چوک د ناکامي حملې سره په تړاو کي پر شکمنو ځايونو چپاوونه روان دي.