د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن وايي د افغانستان د حکومت د سولي له پلان څخه په دې شرط ملاتړ کوي، چي وسله وال طالبان له القاعدې جلا سي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د ښځو حقونو مراعت کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري دغه څرګندوني دغه څرګندوني د هغو ښځينه وزيرانو سره په کتنه کي وکړې چي له ولسمشر کرزي سره واشنګټن ته په سفر تللي دي.
پر طالبانو د القاعدې څخه د جلاوالي او د افغانستان د اساسي قانون شرطونه مخکي هم ايښوول سوي وو، خو د ښځو د حقونو سربارى وروسته له هغه پر زيات سو، چي په افغانستان کي د ښځو د حقونو په نامه مختلفو ټولنو له طالبانو سره په احتمالي سوله کي د خپلو حقونو د خونديتوب ږغ پورته کړ.
بايد وويل سي چي طالبانو تر دې دمخه د سولي وړانديز له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو پوري تړلى دئ.