د عراق د سرحدي پوليسو د يوې لېوا قومندان وايي د عراق او اېران پر پوله د دواړو هيوادونو د پوليسو ترمنځ ډزي سوي، چي اېراني پوليسو يو عراقى پوليس برمته کړى هم دئ.
د چارواکو په وينا پېښه د کردستان ولايت د شميران په سيمه کي هغه مهال رامنځته سوې چي اېراني پوليسو پر عراقي عسکرو ټکان شروع کړل.
د کردستان د سرحدي پوليسو افسر وايي اېراني پوليسو د ده پر ملګرو د ياغيانو ګومان کړى وو.