د کرکيټ د نړۍ والو شل آوريزو لوبو د نيمه پايلوبي لومړۍ لوبه د سريلانکا او انګلستان ترمنځ روانه ده.
سريلانکا پچه وګټله او بېټينګ يې غوره کړ، خو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې په ټاکل سويو شلو آورنو کي ١٢٨ منډي جوړي کړې.
انګلستان په شپاړسم آور کي د درو لوبغاړو په سوځېدو ټاکل سوئ هدف پوره کئ او په اوو ويکيټونو يې سريلانکا ته ماته ورکړه او پايلوبي ته ووتئ.