د نورشاه نوراني شعر ته يوه لنډه کتنه
که څه هم دادې مرګ ، ژوبلې ، جنګ ، جګړې ، کونډې او يتيم خبرې ډېرې سولېدلي او تکراري دي خو ځان خلاصول ورنه ډېر ګران دي . ځکه چې مونږ په جنګ کې پيدا ، په جنګ کې لوى او په جنګ کې ژوند کوو.
تاسو فکر وکړئ چې له دغې بد مرغې دېرش کالنې جګړې نه مو مالونه ، سرونه ، اولادونه ، باغونه ، غرونه ، دښتې ، کلي ، کورونه ، لارې ، کوڅې ، بهري او ځنګلي حيوانات خوندي نه شول نو د شاعر تخيل به کله له دغو بارودي شيبو نه خلاص او يا خالي شي.
په دې وروستيو څو کالونو کې پاسنۍ مضوع زمونږ د ځوانو شاعرانو په شعرونو کې بيخي زياته ليدل کيږي ، چې ډېرى يي دې زړه له درده مجبوريږي چې پورتنۍ ذکر شوي مضوع خپلې ټولنې ته په يوه او بل رنګ کې وړاندې کړي او کم نور يي بيا داسې دي چې د خپل شهرت لپاره ورځنې د يوې وسيلې په توګه کار اخلي .
شهرت غوښتونکي شاعران چې نظم يا غزل ليکي نو ډېر لوڅ او بربنډ وي ، دومره بربنډ ؛ چې د استعارې ، تشبې او کنايې هېڅ څرک په کې نه ليدل کيږي .
نو دا لوڅ غزل يا نظم د لوستونکي او اورېدونکي په روحياتو باندې يو ډول بده اغېزه ښيندي چې په دې سره لوستونکى يا اورېدونکى د شعر څخه زړه تورى کيږي او ډېر د نفرت په سترګه ورته ګوري . خو له نېکه مرغه زمونږ شاعر ورور نورشاه نوراني د هغو ځوانو شاعرانو وروڼو له ډلې نه دى ، کوم چې د درد له مخې شعر ليکي ، نه دې شهرت لپاره .
دى وايي:
د ګلو پستو غېږو ته چې رسي خداى خبر
اغيار وايي لآســـــــــــونه له بهاره لنډوم
په لومړي نيم بيتي کې شاعر (د ګلو پستې غېږې) کلمه د هغو ځوانانوــ ځوانيو لپاره راوړي،د کومو چې زمونږ په هېواد کې د جنګونو د لآسه د ځوانۍ ثمر نه پخيږي او په دوهم نيم بيتي کې د (بهار) کلمه د ژوند لپاره کارول شوي ده. تاسو وګورئ چې شاعر دا هر څه څومره
په مهارت او شاعرانه انداز سره ځاى پر ځاى کړي دي. چې هېڅکله به د لوستونکي يا اورېدونکي سترګو ته د وينو او وژنو مخامخ انځور رانه وړي او نه به يي په روحيه بده اغېزه وکړي.
پر پورتنيو خبرو د لا ټينګار لپاره د استاد محمد صديق روهي له شعر پېژندنې نومي کتاب څخه د ښاغلي پليخانوف هغه خبره رانقلوم چې وايي((ادبيات د تصويرونو هنر دى لوڅ او تبليغاتي افکار زيان رسونکي دي))
اوس به راشو د نوراني صيب د شعر فولکلوريک اړخ ته به يوه سرسري کتنه وکړو.
په خوا به چې زمونږ پلارونو او نيکونو کلاګانې جوړولې نو د کلا په ديوالونو کې به يي د ټوپک لپاره سوري پرېښودل ، تر څو د اړتيا په وخت کې له همدې ځايه د دښمن د تېري مخه ونيسي او ځينو نورو به بيا د کلا په څلورو کونجونو کې برجونه جوړ کړل .
چې دا دواړه ډوله کلاګانې زمونږ د فولکلور يوه برخه ده . اوس به وګورو چې ښاغلى نوراني دې ته ورته يو څه (چې هغه د ديوال پر سر د ماتو شيشو خښېدل دي) په خپل بيت کې څنګه راوړي:
چې مې لاسونه پرې غوڅ نه شي شپې اخيستى يمه
اشــــــــــنا مې ښخـــــــــې شيشي د ديوالو پر سرو
ښاغلي نوراني نه يوازې چې په پورتني بيت کې فولکلور راژوندى کوي ، بلکې د ( شپې اخيستې ) کلمې تر شاه د مينې يوه لويه دنيا هم لري.
د فولکلور د مضوع په تړاو به يو بل بيت هم رواخلو.
بيا مې د قصمت په شنه پياله کې خلى ګرځي
يار مې د کالونو مســـاپر دى اوس راځـــــي
زمونږ په خواني خلک اکثره په دې عقيده و چې ښۍ سترګه به يي ورپېده نو ويل به يي ، زما ښۍ سترګه رپيږي نن په ښو باندې اوړمه او که به يي ګڅه سترګه ورپېده نو صدقه به يي هم وکړه چې هسې نه په بدو باندې واوړم. همدارنګه به چې د چايو په پياله کې د چايو خلى ورته راغى نو وبه يي ويل: نن مېلمه راځي ځکه چې په پياله کې مې خلى ولاړ دى…….او داسې نور ډېر څه زمونږ د فولکلور يوه غني برخه جوړوي . نو ښاغلى نوراني هم په دې برخه کې ډېر بريالى بريښي.
اوس به بل بيت وګورو چې په هغه کې څه وايي:
د ګوتو نښې يي لا هسـې پر کــــــودي پاتې دي
د ځوانيمرګې مات منګى اوس له ببريو ډک دى
د (ګوتو نښې پر مات کودي پاتې کېدل) يو ډېر ښکلى او زړه پورې شاعرانه ترکيب دى ، لکه څوک چې د ګل پر بوى نه مړيږي همداسې ددې پر لوستلو هم نه مړيږي.
نه يوازې د ښاغلي نورني په غزلونو کې ؛ بلکې په نظمونو کې يي هم بلا خوندونه پراته دي چې د بېلګې لپاره يي يو لنډکى نظم دلته راوړم.
جانانه ته چېرته
او زه چېرته
ته د وصال په قدر نه پوهېږې
زه د بېلتون بې قدره قدر کوم
لاس مې د ستا تر غاړې نه رسيږي
نه مې اواز، نه مې خبرې اورې
ها!شين طوطي که خداى واپس راوستو
زه به اشنا يوه تحفه ورکوم
ګوندې تر تا خو يي درورسوي
ما په کاغذ ډېرې ګيلې ليکلي
کاشکې چې تا يو ځل لوستلي خو واى
پورتنى نظم ډېر ښکلى او په زړه پورې انځور وړاندې کوي ، کټ مټ داسې انځور چې هر څه د لوستونکي او اورېدونکي د سترګو له وړاندې تېروي او بل د نظم دغه کړۍ چې (ته د وصال په قدر نه پوهېږې ــــ زه د بېلتون بې قدره قدر کوم) د پيرمحمد کاروان هغه خبره رايادوي چې ((شاعر بايد د شاتو هغې موچۍ ته ورته وي چې دې کوکنار د ګل نه خلکو ته شات ورکوي. درنو خاضرينو دا وو هغه څه چې ما د نورشاه نوراني صيب د شعر د سمندر نه د يوه څاڅکي په څېر وړاندې کړل.