د هلمند ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي د افغان او ايتلافي ځواکونو په عملياتو کي شاوخوا ٤٠ وسله وال طالبان نيول سوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل دغه کسان تېره شپه د عملياتو پر مهال د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد کلي کي ٤٠ وسله وال طالبان ژوندي نيول سوي دي.
د نوموړي په وينا همدا راز يې د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازا په سيمه کي يو څه تارياک، وسلې او د طالب جنګياليو پنځه موټرسايکلونو نيولي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه