لغمان
زخمي احساس مې د زړه سر يادوې
د شکور اباد هر مازيګر يادوي
د عليشنګ د سيند څپو کي لامي
د تاجکړيو ها سنګپر يادوي
د اخنزادګانو د چينې اوبه څښي
بيا د دندې د سيند کمر يادوي
رايشي د دنګ چنار د سيوري ا رمان
کله منګې کله ګدر يا دوي
ډکه زولي تازه توتان او ياران
ها توت سنډل د ونې سر يادوي
په نيحالونو او د شولو لاو کي
هغه اشر او نيحالګر يا دوي
مانه د شپي خوب بام په سرکي غواړي
دشپې سپوږمې د سحر المر يادوي
په احترام لاړشي روښان ليسې ته
هلته د خپل د صنف زوړ ور يادوي
د استا دانو همصنفيانو مينه
هر يو ملګر ي او رحبر يادوي
دا قرغيي او علينګار خو پريږده
کله سپين غر کله تور غر يادوي
افغانستانه لحظه نه هيريږې
کله د لر او کله بر يادوي
لغمانه يي د عاشقانو وطن
چي هر شاعر د شپه اوسحر يادوي
حفيظ مليار دا قير سرک څه کوي
دي د کږو پولو چکر يادوي