کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي له باراک اوباما سره وليدل

ولسمشر کرزي له باراک اوباما سره وليدل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د امريکا له جمهور رئيس باراک اوباما سره وليدل.
دواړو ولسمشرانو تر ليدني وروسته خبري کنفرانس ته وينا وکړه. د امريکا ولسمشر باراک اوباما وويل چي د افغانستان او امريکا ترمنځ اختلافات دونه نه ول، لکه چي رسنيو چي غټ کړل.
نوموړي وويل په افغانستان کي به په نيژدې مياشتو کي سختي جګړې وسي، خو طالبان به کمزوري سي.
باراک اوباما په خبري کنفرانس کي وويل چي افغانستان ته د نورو ځواکونو له لېږلو سره پر هغه ژمنه ولاړ دئ، چي په ٢٠١١ کال کي يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د تدريجي وتلو د پيل په هکله کړې وه.
ولسمشر اوباما د ملکي کسانو د تلفاتو د مخنيوي په هکله وويل چي دغه مسئوليت پر خپلو اوږو احساسوي او دا موضوع يې جدي نيولې ده.
بلي خوا ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وويل د افغان حکومت دسولي د پروګرام په هکله يې له ولسمشر اوباما سره خبري کړي دي، او په دې هکله به نوري خبري هم وسي.
ولسمشر کرزي وويل په تېر يوه کال کي د افغانستان او امريکا ترمنځ ځيني اختلافونه موجود ول او ښايي وروسته هم ځيني اختلافونه پاته وي.