سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان او امريكايي مشرانو ليدنې ته ځانګړې كړې، چې ددوى په وينا خورا ګټوره وه.
ورځپاڼې ددې ليدنې په اړه د دواړو مشرانو څرګندونې هم راخستي او ليكلي، چې پدې ليدنه كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په مخنيوي او د افغانستان خپلواكۍ ته په درناوي سره له ولسمشر كرزي سره د واضح همكارۍ په دوام خبرې وشوې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې له ملي مشورتي جرګې نه د حزب اسلامي د مشروط ملاتړ خبر هم وركړې او ليكلي، چې حزب اسلامي ددې جرګې غړيو ته د هيواد د راتلونكي په اړه د پريكړې د پوره واك د وركولو غوښتنه كړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په بګرام كې د امريكايي ځواكونو د پټ زندان په موجوديت بحث كړې او هغه يى د امريكايي ترهګرۍ يوه بيلګه بللې ده.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د افغان او امريكايي مشرانو په ليدنې بحث كړې او ددې ترڅنګ، چې د دواړو مشرانو ترمنځ د ليدنې انځورونه خپاره كړي ليكلي، چې بارك اوباما له افغانستان سره د امريكا د هر اړخيز غوڅ ملاتړ ژمنې تكرار كړې.
ورځپاڼې خپله سرمقاله هم دې ليدنې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دواړو لوريو پدې ليدنه كې د امريكا او افغانستان ترمنځ په ټولو برخو كې د ستراتيژيكو اړيكو په پياوړې كولو ټينګار وكړ.
ورځپاڼې په افغانستان كې له قوانينو د سرغړونې په مسئلې هم بحث كړې او ليكلي، چې ددى كار مخنيوې غوڅ اقدامات غواړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ليكلي، چې د افغان ولسمشر او د هغه د امريكايي سيال ترمنځ ليدنه، چې د سپينې ماڼۍ د بيضوي سالون كې شوې په تيرو اتو كلونو او د دواړو هيوادونو د اړيكو په تاريخ كې بې څارې مهم وو.
ورځپاڼې د سولې د جرګې په اړه د افغان او امريكايي چارواكو څرګندونې هم راخستي، چې پكې دا جرګه د سولې لپاره يو مناسب فرست بلل شوې او د هغې ملاتړ شوې.
ورځپاڼې د بريتانيى د بهرنيو چارو د نوي وزير څرګندونې هم راخستي، چې پكې په افغانستان كې د دوى د ځواكونو له حضور نه ملاتړ څرګند شوې.
په ورځپاڼه كې د ښوونځيود انجونو د مسمومولو پيښو ته په اشارې ليكل شوي، چې افغان ولسمشر امنيتي چارواكو ته دنده سپارلې، چې د ښوونځيو د خوندي ساتلو لپاره جدي تدابير ونيسي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د امريكا د ولسمشر د وينا دا ټكي راخستي، چې له ولسمشر كرزي سره ښې اړيكې لرو او د افغانستان ملي حاكميت ته درناوى كوو.
ورځپاڼې د بارك اوباما په حواله دا هم ليكلي، چې يوازې په پوځي هڅو بريا ممكنه نده او دوى هڅه كوي سياسي هڅې هم پيل كړي.
ورځپاڼې په عينې حال كې د افغانستان د امنيت د ملي شورا دا خوشبيني هم راخستي، چې ويلي ممكن يو زيات شمير طالبان د سولې له پروګرام سره يو ځاى شي.
دې ورځپاڼې هم د بريتانيى د بهرنيو چارو د نوي وزير څرګندونې راخستي او ليكلي، چې افغانستان به دده په كاري لومړيتوب كې ځاى ولري.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې واشنګټن ته د افغان ولسمشر په سفر او له هغه په شوي تود هركلي بحث كړې او ليكلي، چې امريكا بايد د يو دوست هيواد په توګه په افغانستان كې د سولې او سياسي ثبات تر ټيګيدو پورې خپلو همكاريو ته دوام وركړي.
خو اصلاح بيا د دواړو لوريو ترمنځ شويو خبرو ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان او امريكا به اوږد مهاله ستراتيژيكه ملګرتيا ولري.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم امريكا ته د افغان ولسمشر په سفر بحث كړې او د افغانستان په اړه د واشنګټن دريځ ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا اوباما د افغانستان لپاره يو واضح پلان لري او كه څنګه؟
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د نا دولتي موسيسو په فعاليت بحث كړې او ددوى كړنو ته په اشارې ليكلي، چې دا ادارې بايد د مرستو په لګولو كې خورا حساب ده وي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون په افغانستان كې د بيارغونې روان بهير ته ځانګړې كړې، چې تر ډيره ددغو ادارو لخوا پر مخ وړل كيږي او پكې دا ښودل شوې، چې ددوى كاري كيفيت خورا ټيټ دې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه