کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غل مه نيسه ، غل به تا ونيسي

غل مه نيسه ، غل به تا ونيسي

زما نوم ډاکټر اخترمحمد اجمل دی، د ټاکنو د خپلواک کميسيون په چوکاټ کې د ١٣٨٥کال راپديخوا خدمت کوم چې پخوا د لغمان ولايت ولايتې امر وم او بيا په ١٣٨٧کال کې د ازاد رقابت له لارې د ننګرهار د ولايتې امر په صفت وګمارل شوم، 


داچې د ١٣٨٨ کال د عقرب په پنځمه نيټه د ساحوې عملياتو د ريس ښاغلې ضياالحق امرخيل په پيشنهاد او د دارلانشاء د ريس په هدايت زما دنده په تعليق ولويده او د جدې په مياشت کې له دندې ګوښه شوم، څرنګه چې زما د تعليق څخه تر منفکيدو پورې درې مياشتې وخت تير شو مګر هيچا له ماڅخه ونه پوښتل او داچې ما څو څو ځلې د کميسيون له مقاماتو سره د تماس نيولو کوشش وکړ مګر هغوې مې تيلفون ته ځواب قدرې هم نه ويلو، البته د ساحوې عملياتو د مرستيال ښاغلې زمرې قلميار، د ظرفيتونو د لوړولو ريسه اغلې شهلا او د عملياتو د لوې ريس ښاغلې هاشم سره مې څو څو ځلې تماس ونيوه او له هغوې مې وغوښتل ترڅو له مقاماتو څخه راته لږ وخت واخلې چې د خپلې موضوع په اړه ورسره وګورم مګر هغوې راته ويل چې ستاسو د موضوع لپاره يوه دفاعې کميټه ټاکل کيږې او تاسو به ورته راغوښتل کيږۍ ترڅو خپل ځواب ووياست مګر په نن او سبا کې يې مونږ بې له کوم جرم ثابتولو او پوښتنو کولو منفک کړو او دادې اوس يې څارنوالۍ ته معرفې کړې ياستو او ځينې پکې زما د توقيف کيدو سره هم ډيره ليوالتيا ښاې حل داچې زه پخپله غواړم چې څارنوالې دغه موضوع  وڅيړې او حقيقت ورښانه شې.


البته زه مخکې لدې چې څارنوالۍ ته ځواب ووايم تاسو ته هم ځان مسول ګڼم او غواړم چې د ساحوې عملياتو د رياست لخوا هغه بې بنياده موارد چې د دارلانشاء مقام ته يې وړاندې کړې وه او اوس يې څارنوالۍ ته هم وړاندې کړې ستاسو، د ننګرهار ولسونو او خصوصاً د ولايتې شورا کانديدانو په وړاندې کيږدم چې تاسو هم زما په اړه خپل قضاوت وکړۍ. 


په TEB کې لاس وهنه: 


.1 TEB يا محافظتې کڅوړې داسې کڅوړې دې چې يو ځل بندې شې بيا نه پرانستل کيږې او دا کڅوړې د طرزالعمل له مخې ساحوې ناظمينو له لورې پکې د رايو نتايج په مراکزو کې اچول کيږې او له هغې وروسته يې د موادو د تسليمۍ په ګودام کې د تسليمۍ ټيمونو ته د شکاياتو د کميسيون او د بشر د حقوقو د نماينده ګانو په وړاندې بندې تسليم کړې دې البته د ساحوې عملياتو رياست وايې چې ولې TEB کڅوړې د موادو له ګودام څخه ولايتې دفتر ته انتقال شوې دې، البته پدې کې مهمه موضوع داده چې د يولس ولسواليو TEB کڅوړې مستقيماً د موادو له ګودام څخه هوايې ډګر ته د خارجې مشاورينو په بدرګه وړل شوې دې چې ددغه ولسواليو نومونه په لاندې ډول دې: 



  1. جلال اباد     2  بهسود      3     کامه         4     کوزکنړ      5     رودات      6        ده بالا    7  دور بابا              8   مهمنددره   9   ګوشته    10  لعل پوره

داچې د کانديدانو لخوا پدغه پورته ولسواليو کې هم د لاس وهنې ادعا کيده او په لمړې سر کې اعلان شوې پنځه تنه په لوړو رايو کامياب شوو کانديدانو به تر ډيره پدغه ولسواليو پورې اړه درلوده نو سوال دا راولاړيږې چې ددغه ولسواليو په نتايجو کې چا لاس وواهه  ځکه داخو ولايتې دفتر ته ندې وړل شوې او مستقيماُ هوائې ډګر ته انتقال شوې او خارجيانو او د زون امر يې مرکز ته په سمه توګه د هوا له لارې د ليږد اطمينان ورکړې،


البته د پاتې دولس ولسواليو د TEB کڅوړې چې ولايتې دفتر وړل شوې وې ددې لپاره چې دغه کڅوړو ته بايد د تسليمۍ فورمې جوړې شوې واى نو ددغه کار د اجرا لپاره مونږ د موادو په ګودام کې کافې امکانات نه درلودل او د فوتو کاپې ماشين، د هوا د ګرمۍ او زيات ازدحام له امله مو ولايتې دفتر مصون او غوره وګاڼه ترڅو د پوليسو په بدرګه مو د موادو له ګودام څخه ولايتې دفتر ته انتقال کړل او هلته چې د ولايتې او زون د دفتر کارکونکې موجود وه د تسليمۍ فورمې ورته جوړې کړې، کچيرې مونږ پدغه کڅوړو کې کوتې وهلې واى نو حتماً کڅوړې څيرې کيدې او سوال دا پيدا کيږې چې که دا فورمې دلته څيرې کيدې او ګوتې پکې وهل کيدې او د زون مسول ښاغلې عبدالمالک سليمانزي پوهيده چې دلته په نتايجو کې لاس وهل کيږې نو څه باعث وه چې نوموړې مداخله نکوله او د ساحوې عملياتو رياست ته يې پټ راپور ورکاوه او بيا د ساحوې عملياتو د ريس په وړاندې کوم موانع وجود درلوده چې د زون د مسول لخوا خبريده او نوموړې مداخله نکوله او بيا ولې دغه TEB په مرکز کې تسليم شوې او حتې وشميرل شوې


کچيرې کميسيون په رښتيا غوښتل چې په TEB کې لاس وهونکې معلوم کړې نو د نتايجو په فورمه کې يې قلمې لاس وهنه بايد کريمنل تخنيک ته ليږلې واى ترڅو هلته دا معلوم شواى واي چې ايا واقعاً دغه څلور کسان چې په راپور کې ذکر شوې مجرمين دې او که څنګه چې دغه پيشنهاد هم مونږ مخکې له انفکاک څخه ډاکټر شهلا ته کړې وه مګر چا پرې غوږ ونه ګراوه 


د زون مسول خو ددې پرځاې چې مرکز ته يې راپور ورکړې واى بايد مداخله يې کړې واي او يا هم د ساحوي عملياتو ريس د راپور د ترلاسه کولو څخه سمدستې وروسته بايد مداخله کړې واي او حتي دغه کڅوړې يې بايد د موضوع د سپيناوې پورې معطل کړې واى 


د سپتمبرپه اتلسمه نيټه چې د ښاغلې مسلميار په مشرۍ يو شمير کانديدانو ولايتې دفتر ته مراجعه وکړه او د وخت څخه وړاندې يې د ولايتې شورا د نتايجو د لست په راوتلو او د پنځو تنو کانديدانو د اتلسو څخه تر  دوه ويشت زره رايو د ترلاسه کولو په سر يې ولايتې دفتر ته احتجاج کاوه مونږ دا مسله په همغه وخت کې د ساحوې عملياتو ريس ته په رسمې ډول وليږله او ورڅخه مو وغوښتل ترڅو دغه موضوع جدې ونيسې چې ورڅخه په ننګرهار کې کوم مشکل راولاړ نشې مګر د امرخيل له لورې زمونږ بريښناليک ته کوم ځواب رانکړل شو او چې په تعقيبې ډول مو ورته په تيلفون وويل نو ځواب يې داوه چې دا عادې خبرې دې.


داچې د 2005 د ټاکنو پر مهال د ولايتې شورا اوله درجه کامياب کانديد د 12000 څخه زياتې رايې نوې وړې او حال داچې پدې ټاکنو کې د رايه اچونکو تعداد کم او د کانديدانو تعداد زيات وه نو څنګه کيداي شو چې يو کانديد دې 22000 رايې ترلاسه کړې، کله چې  کانديدانو ته مونږ اطمينان ورکړ چې دا لست زمونږ د کميسيون لست ندې نو يو شمير کانديدان د ښاغلې مسلميار په مشرۍ د کميسيون دارلانشاء ته مراجعه وکړه او چې هلته مقاماتو دغه رايستل شوې لست د اصلې لست سره مقايسه کړ نو په ديتابيس کې هم همدغه لست وه( اوس سوال دادې چې دغه لست سره د رايو د تعداد چا کانديدانو ته ورکړ مرکز او که ولايتې دفتر ) او له هغې وروسته چې موضوع بربنډه شوه نو د ساحوې عملياتو ريس د ننګرهار په ولايتې دفتر نوموړې پړه واچوله او دليل يې ورته دا وښود چې ولايتې امر د موادو له ګودام څخه TEB کڅوړې ولايتې دفتر ته را انتقال کړې نو دلته سوال دا راولاړيږې چې دغه چا ترتيب او چا اعلان کړ؟ 


کچيرې ولايتې دفتر ته د TEB راوړل جرم وې نو د نورستان او کنړ ولايتونو TEB خو هم د ننګرهار ولايتې دفترته مخکې لدې چې مرکز ته انتقال شې راوړل شوې وې ولې هغه  جرم ندې او کچيرې د ننګرهار د دولس ولسواليو TEB ولايتې دفتر ته د راوړلو سره خلاصې شوې او ګوتې پکې وهل شوې دې نو بيا په هغه TEB کڅوړو کې چا ګوتې ووهلې چې مستفيماُ د ګودام څخه هوائې ډګر ته  د خارجې مشاورينو په بدرګه وړل شوې دې او دوې هم د خپلو اميلونو پذريعه د هغې ليږل تائيد کړې؟؟؟؟


بله مهمه موضوع داده چې زما د وظيفې د تعليق  څخه وړاندې د مرکز څخه يو هيت راوليږل شو ترڅو د موادو په ګودام کې بې لدې چې ذيدخله خواوې د نظارت لپاره راوغواړې په بکسونو کې د نتايجو د پاڼو د کتلو لپاره راوليږل شو او په همغه ورځ د ټاکنو د کميسيون په ويب سايټ کې يواځې دغه پنځه تنه چې په زياتو رايو کامياب ښودل شوې وه اعلان شول او د کانديدانو  عکس العمل وښوده او چاپ شوې ورقې يې د ويب سايټ څخه دفتر راوړې، کله چې پدې اړه مونږ له مرکز سره تماس ونيوه نو د ساحوې عملياتو ريس وويل چې داکار سهواً ترسره شوې حال داچې د نتايجو اعلان بايد ځنډيدلې واى( اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې په ويب سايټ کې د کانديدانو اعلانيدل او هغه هم دد پنځه تنو سهواً کيداى شې او ياهم د کومې معاملې په اساس) 


زما د تعليق په جريان کې مې د ساحوې عملياتو د معاون څخه وغوښتل چې د موضوع د حل لپاره اسانه لار داده چې تاسو له مرکز څخه يو باصلاحيته هيت وليږۍ او مونږ ته ايجازه راکړۍ ترڅو د هيت سره يو ځاې د موادو په ګودام کې موجود بکسونه له سره وګورو او پکې موجود د نتايجو لستونه د ذيدخلو ارګانونو په مرسته چيک کړو او کله چې د تقلب څخه پاکه نتيجه اعلان شې نو ضرور به دغه پنځه کسان چې په اصل کې ناکام دې مګر د کومې معاملې په اساس کامياب شوې وروسته له ناکامۍ به حتماً د هغه چا ګريوان ته لاس اچوې چا چې د معاملې په اساس له دوې سره وعده کړې وه او همداسې هم وشوه، که چيرته دغه معامله ګر زه واي اوس به په ننګرهار کې نه بلکه د Tally Center د مسولينو په څير په کاناډا کې وم،


داچې هيت راوليږل شو مګر مونږ ته د راتلو ايجازه رانکړل شوه او د هيت او ذيدخلو خواو د نماينده ګانو په موجوديت کې هم پنځلس بکسونه چې ليبلونه ورڅخه شکول شوې وه او د ګودام په يوه برخه کې پټ شوې وه نه يې کس معلوم شو او نه يې هدف معلوم شو مګر هغه هم پر ما پورې وتړل شول چې دا د ډاکتر اختر په هدايت پټ شوې دې او حال داچې چې ددغه بکسونو پټول زما په زيان تماميده ځکه چې مسوليت يې پخوا ماته راجع وه .


کيداي شې چې د ټاکنو له مرکزې دفتره وپوښتل شې چې د نتايجو د درج کولو د مرکز ريس ښاغلې اجمل او معاون يې ښاغلې حمزه نورستانې چيرته دې، د نتايجو مرکز ته چا او ولې اور واچاوه او کاناډا ته څوک وتښتيدل او د دوې نور ملګرې څوک دې او ولې پدغه مرکز کې 300 کارکونکې په تور لست کې راغلل؟ 


اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې د ملت په رايو چا لوبې کړې او څوک يې قربانې کيږې؟ 



  1. په ما تور دې چې د سياسې احزابو او کانديدانو لپاره مې د ټاکنو په بهير کې مامورين نيولې دې  چې په لاندې ډول يې تاسو حضور ته وړاندې کوم:



    • د دفتر کارکونکې د استخدام د پروسې مطابق او د خارجې مشاورينو په نظارت کې نيول ګمارل شوېدې
    • د عامه پوهاوې لپاره چې کوم کسان نيول شوې زه يې د شخصيت او لياقت ذمه وار او مسول يم ځکه چې د دوې د استخدام پوخت کې له مرکز څخه کوم هيت نه وه راليږل شوې او دلته زه د استخدام د پروسې مسول وم
    • د ساحوې ناظمينو د استخدام لپاره د مرکز څخه د ساحوې عملياتو د ريس په دستور دوه تنه هريو ښاغلې عبدالنصير مهمند او ښاغلې خيبر چې د زون د مسول او ادارې امر ښاغلې ډاکټر اسد الله شيرزې نږدې اقارب او دوستان وه راليږل شوې وه او دوه ورځې يې د زون د امر په کور کې تيرې کړې او د خپلو دوستانو او اقاربو په راټولولو بوخت وه ترڅو يې پدغه پروسه کې وګمارې او دفتر ته رانغلل او بلاخره يې د تحريرې امتحان سوالونه هم له مونږ سره شريک نکړل، د امتحان صحنې ته يې داسې اشخاص راوغوښتل چې پخوا يې نه اسناد ولايتې دفتر ته سپارلې وه او نه يې په شارت لست کې نومونه وه، د مصاحبې په ټيم کې مې له کيناستو ډډه وکړه مګر د ساحوې عملياتو د ريس لخوا راته هدايت وشو چې په مصاحبه کې د هيت سره کينم او بالاخره  زه د يو ناظر په صفت کينول شوم چې د استخدام څخه وروسته مې په هفتوار راپور کې مرکز ته د استخدام په اړه وليکل چې چارې يې ټولې د راليږل شوې هيت لخوا پرمخ وړل شوې او مونږ يې په اينده  کې مسوليت په غاړه نه اخلو البته د دوې لخوا د شفافيت پنوم نيول شوې کسانو کې رکشه وانان هم شامل وه او داچې ځينو يې د تريننګ په څلورو ورځو کې هم څه زده نکړل ترڅو يې په ساحه کې نورو استخدام شوو کارکونکو ته وروښايې، پدغه وخت کې د ساحوي عملياتو د معاون لخوا راته هدايت راکړل شو چې تاسو د استخدام پروسه بيرته له سره کړۍ مګر وخت يې تير شوې وه
    • د ساحې د کارکونکو د استخدام لپاره مې د ساحوې ناظمينو غونډه راوبلله او ورته مې په ډاګه وويل چې د پروسيجر مطابق تاسو صلاحيت او مسوليت لرۍ ترڅو د استخدام د پروسې سره سم په خپله خوښه داسې اشخاص ونيسۍ چې په کامله توګه بې طرفه او وړ کسان وې ځکه چې په راتلونکې کې يې مسوليت تاسو ته راجع کيږې  البته زما لدې خبرې سره په دفتر کې د ادارې کارکونکې موافق نه وه او ويل يې چې بايد ساحوې ناظمينو ته دومره صلاحيت ورنکړل شې چې پخپله خوښه ساحوې کارکونکې استخدام کړې او بايد چې له ولايتې دفتر څخه هيت وروليږل شې مګر د وخت د کموالې له امله مونږ ونشو کړاې ټولو ولسواليو ته دا ستخدام د پروسې د نظارت لپاره هيت وليږو

زما لخوا په ولسواليو کې ساحوې ناظمينو ته لاندې اشخاص معرفې شوې دې: 





      1. معيوبين چې لست يې له ماسره موجود دي
      2. د دولتې مسولينو ځنې معرفې شوې کسان
      3. د يونما د کارکونکو لخوا  ځنې معرفې شوې  کسان

اما شرط مې داوه چې دغه کسان  بايد سياسې تړاو ونلرې او د مرکز د مدير او ريس د محل پوستونو لپاره بايد حتماُ تحريرې او تقريرې امتحان واخيستل شې، زما لخوا يواځنې کس چې د پروسيجر خلاف مې د مرکز د مدير پتوګه ښاغلې اتل نومې ساحوې ناظم ته معرفې کړ چې ميرويس نوميده او د  ښاغلې بارکزې صاحب لخوا راته معرفې شوې وه،


پدې اړه يو بل مثال چې د ښاغلې عزيزالله د شکاياتو د کميسيون د مسول لخوا راته پنځه تنه د پچيراګام ولسوالۍ لپاره معرفې شول چې هغه ما ډاکټر خوشحال او ډاکټر عاطف چې ددغې ولسوالۍ ساحوې ناظمين وه معرفې کړل او ورته مې وويل چې د لياقت مطابق يې په اړونده پوستونو وګمارۍ چې د امتحان پوخت ورڅخه دوه تنه کامياب شوې وه او پاتې درې تنه يې نه وه کامياب شوې نو ښاغلې عزيزالله ددې په غبرګون کې خپل مرکزې دفتر کې ښاغلې فهيم حکيم ته او د هغه لخوا بيا ښاغلې نجفې  ته ويلې وه چې د ننګرهار ولايتې دفتر کارکونکې مونږ د موادو د انتقال ګودام ته نه پريږدې حال داچې هغوې ته حرف قدرې هم چا نه وه ويلاې او هره ورځ به يې په دوامداره ډول د موادو په ګودام کې  زمونږ د کارکونکو کارونه نظارت کول


د زون له امر او ساحوې عملياتو له ريس به څوک وپوښتې چې ولې يې د دفتر پخوانې  لايق او تجربه کار بې وسه ګاردان او موتروانان پخپل صلاحيت ګوښه او پرځاې يې خپل خپلوان او د شخصې موتر موتروان وګمارل؟؟  



  1. د لوژستيکې موادو د انتقال لپاره د ترانسپورت له کمپنۍ سره شوې قرارداد په مرکز کې د همدوې له لورې ترسره شوې وه البته  هر راز معاملې امکان هملته وجود درلوده او تاسو کولاې شۍ ددې د څيړلو لپاره د ساحوې عملياتو د رياست څخه وپوښتۍ چې قرارداد څرنګه ترسره شوې

په ننګرهار کې د موادو د انتقال لپاره مونږ ته وظيفه راکړل شوې وه ترڅو د موادو د انتقال پلان د مرکز څخه د راليږل شوې فورمول مطابق چې پکې يو 5 ټنه لارۍ د 50 محلونو لپاره غير حساس مواد او يو 10 ټنه لارۍ د 100 محلونو لپاره غير حساس مواد انتقالولاې شې البته په حساسو مواو کې د پورته تعداد نيم په نيمه تعين شوې وه ترتيب کړو او د ساحوې عملياتو د تصديق څخه وروسته يې د کمپنۍ نماينده ته ورکړو ترڅو دغه کمپنۍ په معلوم وخت او ځاې کې موترونه تهيه کړې البته زمونږ پلان د همدغه فورمول مطابق ترتيب او د تصديق لپاره د ساحوې عملياتو رياست ته د جولاي د مياشتې په 21 نيټه وليږل شو مګر د هغوې لخوا هيڅ فيډ بک رانکړل شو، کله چې د موادو د انتقال وخت راغې او په لمړې سر کې د بارګيرۍ پوخت مونږ وليدل چې موترونه د سټينډر مطابق ندې تهيه شوې او ممکن اضافې ترکونه پکار شې نو د لوژستيک مسولينو ماته  رسماً  خبر راکړ ترڅو نوموړې فورمول د تطبيق وړ ندې او ما بې له ځنډه له مرکز سره اړيکه ونيوله مګر د ساحوې عملياتو رياست راته هيڅ هدايت رانکړ او کله چې د اګست په مياشت کې له مرکز څخه يو هيت د ساحوې عملياتو د ريس او د ساحوې عملياتو د خارجې مشاورې په ترکيب کې راغې او د موادو د انتقال پلان يې وليده نو هغوې پکې د وخت او لاريو د اضافه کولو هدايت وکړ مګر مونږ ويل چې مونږ پلان د راکړل شوې فورمول په نظر کې نيولو سره په سمه توګه ترتيب کړې او د لاريو د اضافه کولو ضرورت نه ليدل کيږې،  کچيرې مونږ د کمپنۍ له نماينده سره د کومې معاملې کول غوښتل نو له لمړې سره به مو د موادو د انتقال په پلان کې د لاريو تعداد اضافه کړې وه او هلته به د اعتراض ځاې هم نه وه پاتې


همدا راز د ټاکنو څخه وروسته د ساحوې عملياتو د ريس لخوا د لوژستيک مسولين مرکز ته وغوښتل شول او د نوموړې موضوع په اړه يې له هغوې څخه د لاريو د اضافه کيدو علتونه وپوښتل شول چې هغوې پرې قناعت هم وکړ 



  1. د ساحې د مامورينو د معاشونو د توزيع موضوع چې حساسه او مالې موضوع وه زه پکې شخصاً دخيل شوم او د مالې بخش سره مې پکې په ډيره منظمه توګه دغه پروسه پرمخ بوتله ، د هر ساحوې ناظم د کارکونکو د تعداد په اندازه پيسې مو د لست مطابق ورته په پاکټونو کې واچولې او د هغوې په وړاندې به مو شميرلې او د تسليمۍ په فورمه کې به مو ترې امضاء اخيسته  او پيسې به مو ورته تسليمولې

په ښځينه محلونو کې د تالاشۍ لپاره د ښځينه تالاشې کونکو د استخدام هدايت له مرکز څخه پداسې وخت کې راغې چې مونږ ټاکنو ته ډير نږدې وه او مونږ نشو کولاې ټول ساحوې ناظمين د خبرو لپاره ولايتې دفتر ته راوغواړو او يا هم هغوې ونشو کړاې  چې ښځينه کارکونکې پيدا کړې نو له هغه ساحوې ناظمينو چې په مرکزونو کې يې ښځينه کارکونکې نه وه نيولې د هغې پيسې ورڅخه وګرځول شوې  البته د پيسو دغه توزيع د خارجې مشاور په نظارت کې ترسره شوې او په هره فورمه کې د هغه امضاء وجود لرې ، له توزيع څخه پاتې پيسو کې 52000 افغانۍ چې په يو پاکټ کې اچول شوې وې د ښاغلې فضل حق د ادارې امر چې له ما سره د توزيع په ټيم کې وه د توزيع پوخت کې ورکې شوې  ورڅخه ورکړل شوې او بل د چپرهار په ولسوالۍ کې د ساحوې ناظم ښاغلې ډاکټر اعوذبالله په موټر د بم په چاودنه کې 20,000 افغانۍ ورکې شوې وې ورکړل شوې او پاتې ټولې پيسې د کابل بانک له لورې په مرکز کې مالې رياست  ته ليږل شوې دې، کچيرې اوس هم د ساحې کوم مامور د معاش د توزيع په اړه شکايت کوې زه يې مسوليت په غاړه اخلم. 



  1. داچې د مرکز لخوا خارجې کارکونکې د مشاور پتوګه معرفې شوې وه او مونږ هم ورسره تر همدې حده پوره همکارې او ډير ښه چلند کړې ، کچيرې دوې له دې څخه پورته غوښتنۍ او نظريات درلودل او يا د خپل کار د ساحې غير يې د بل چا په کار کې مداخله کوله نو تبعاً به يې چا خبره نه وې منلې، د خارجې مشاور(ٍEmilio Fernandez) لخوا به مخکې له ټاکنو مونږ ته ويل کيده چې مونږ به د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په مهال لس فيصده رايې باطلې اعلانوو چې دا د دوې حق نه وه چې ويلې يې واى او د سياسې مداخلې معنې يې درلوده کله چې خارجې مشاورين خپله خپل حد نه پيژنې تبعاُ به خفه کيږې مګر بيا هم ورسره کوم داسې زشت وضعيت صورت ندې نيولې
  2. له مرکز سره د ټاکنيزو موضوعاتو د نه هم اهنګ کولو د موضوعاتو په اړه بايد څرګنده کړم چې د ختيځو ولايتونو د راپورونو د ترلاسه کولو مسول ښاغلې قيس احمدزې څخه وپوښتۍ چې کوم ولايت په منظم او پوخت خپل راپور درليږلې نو حتماً به وايې چې د ننګرهار ولايت ، تاسو کولاې شۍ زمونږ د هر راپور د ليږلو تاريخ له مونږ څخه د سند په ډول وپوښتنۍ
  3. د ولايتې دفتر د کارکونکې  د استخدام د پروسې اود خارجې ناظرينو په نظارت کې ګمارل شوې دې او کچيرې دا حقيقت ولرې نو بيا څنګه دومره غلط او بې ځايه واړه او غټ موضوعات برسيره او ښاغلې امرخيل ته راپور شول ايا زما د راز کسان داسې کوې…؟
  4. د افغان بيسيم پوست پيد سيم کارتونه پوخت د ساحوې ناظمينو او عامه پوهاوې کارکونکو ته توزيع شوې او ورته امر شوې ترڅو يې يواځې د رسمې موخې لپاره وکاروې او د تسليمۍ په رسمې فورمه کې مو ورته تسليم کړې؛ البته که هر سيم کارت مسول شخص ته له تسليمۍ وروسته په سمه توګه نوې کارول شوې نو مسوليت يې هم همغه کس ته راجع کيږې، بايد تشخيص او ورڅخه وپوښتل شې،

د مرکزونو مديرانو لپاره راليږل شوې کريدت کارتونه چې مجموعې تعداد يې 460 عدده وه، پداسې حال کې چې د مرکزونو تعداد 505 وه او لدې جملې څخه يو څه اندازه يې هغه ساحوې ناظمينو ته چې سيټلايټ ورکړل شوې وه مګر تر اخره فعال نشول او هغه د عامه پوهاوې کارکونکو ته چې په داوطلبانه توګه د مرکزونو د نظارت لپاره توظيف شوې وه او پوسټ پيډ سيم کارتونه يې نه درلودل ورکړل شوي وه او پاتې يې 300 د مرکز مديرانو ته 500 افغانيو او 205 کسانو ته د 250 افغانيو کارتونه توزيع شوې وه 



  1. د ولايتې دفتر د دولتې ربعه اور تخصيص چې په هره  ربعه کې پنځوس زره افغانۍ کيدلې او د مستوفيت له لارې راتلې او د ولايت د مقام لخوا د تعين شوې هيت له لورې په مصرف رسيدې چې اسناد يې په ولايتې دفتر کې موجود دې، بله داچې مونږ ته عملياتې پيسې چې تش پنوم 65000 افغانۍ د مياشتې تعين شوې وې درې او حتې څلور مياشتې د مصرفولو او مرکز ته د حساب د تصفيې د اسنادو د سپارلو څخه وروسته رسيدلې او مونږ خريدارې ټولې په قرض او شخصې اعتبار ترسره کولې  نو ايا کوم داسې سند چې مونږ د ساحوې عملياتو رياست ته وړې هغوې رد کړې دې، عملياتې پيسې خو د دوې لخوا د اسنادو د تصديق وروسته  راليږل کيدې، کچيرې داسې ملاحضه موجوده واى نو ساحوې عملياتو ولې دغه اسناد تصديقول او پيسې يې راليږلې، زمونږ د مالې او لوژستيک کارکونکې لدې امله چې له دوکاندارانو څخه به يې ولايتې دفتر ته خريدارې کړې وه په مياشتو مياشتو پټ ګرځيدل او داچې د ټاکنو څخه وړاندې او وروسته پيسې شپږمه مياشت په داسې حال کې راوليږل شوې چې زه منفک شوې وم او د ولايتې دفتر د موقتو کارکونکو لخوا توزيع شوې دې او پوښتنه بايد لدوې څخه وشې چې څرنګه يې توزيع کړې دې او ايا کومه روپۍ ترې پاتې ده او که څنګه، نو تاسو قضاوت وکړۍ چې پداسې حال کې د حيف او ميل کوم امکان درلودلاي شې..؟

 

په اخر کې تاسو ته په ډاګه کوم چې د ساحوې عملياتو ريس خو زمونږ يو باصلاحيته امر وه د دومره موضوعاتو د پيښيدو سره سره ولې مونږ ته توصيه يا کوم رسمې اخطار نه راکاوه او يا يې ولې مداخله نکوله ، د نوموړې لخوا څو څو ځله ويل شوې وه چې دا کسان د ډاکتر رحيم مافيا ده او زه به يې لرې کوم، ددې لپاره نوموړې د زون دفتر ته په خپل کامل صلاحيت داسې اشخاص معرفې کړل چې يواځې يې وظېفه ورکړې وه ترڅو دغسې نادرست مسايل ورته پيدا او زمونږ لپاره يې پداسې يو حساسه وخت کې وړاندې کړې چې د دوې خيانتونه پټ او ذ يدخله خواوو ته مونږ بدنام کړې، د زون ادارې او مالې مسول په ساحوې عملياتو کې د عبدالنصير مهمند د ترور زوې دې ، البته د زون امر د او د زون ادارې امر ښاغلې ډاکټر اسد الله شيرزې يې پداسې حال کې د زون مسول مقرر کړ چې په مقابل کې يې لسانسه او د تيرو ددو ټاکنو تجربه لرونکې اشخاص په رقابت کې ولاړ وه، ايا څوک شته چې د ټاکنو په اړه له دوې وپوښتې چې څومره پرې پوهيږې، بله داچې زمونږ د تعليق څخه وروسته همدغه دوه تنه زمونږ پر ځاې سرپرستان هم وټاکل شول او کوښښ يې وکړ ترڅو زمونږ پوستونه ژر اعلان او دوې ورته بدې ووهلې، زه له امرخيل او سليمانزې ګيله نکوم ځکه د هغوې پلان همدغه وه مګر ګيله مې له بارکزې او نجفې صاحب څخه دغه ده چې اقلاً پرما  د دومره غټو تورونو د لګيدو او تعليق څخه وروسته خو به يې زه يو ځل راغوښتې واى او له ما څخه خو به يې پدې هکله پوښتلې واى، ددې پرځاې چې دوې په مونږ پسې وګرځې او د قانون منګولو ته مو راکش کړې برعکس به دوې له مونږ سره خبرې او ليدل نه غوښتل ، او چې کله به يې شعبې ته ورغلو نو ويل به يې چې تاسو له طالبانو سره لار لرۍ او د ټاکنو له نتايجو مو پريمانه ډالر ترلاسه کړې، کچيرې په رښتيا مونږ د درغلۍ مرتکب واي نو بيا د طالب او يا په بل نوم زمونږ تجريدول او ويرول څه معنې لرې، د کوم انصاف او قانون له مخې مونږ لمړۍ تعليق شو او وروسته بې لدې چې کومه محکمه زمونږ په اړه فيصله وکړې منفک شو او اوس څارنوالۍ ته معرفې شو، پکار خو داوه چې له لمړې سره زمونږ موضوع څارنوالۍ ته راجع شوې واى او د حقيقت  د څرګنديدو څخه وروسته زمونږ په اړه اقدام ترسره شوى واى مګر اوس يې دوي د شفافيت لپاره نه بلکه د يو سياسې مانور پتوګه دا کار ترسره کوې او خلکو ته خپل ځانونه صادق او شفاف ښايي.


زه له تاسو څخه په ډير درنښت او جرات دا غوښتنه او هيله لرم ترڅو دغه مسله له خپل موقف څخه په پوره استفادې او زړورتيا وڅيړۍ او معلومه کړۍ چې د هيواد خاين او د ولس په رايو لوبې کونکې څوک دې او کچيرې يواځې داچې دا او هغه څارنوالۍ ته معرفې شې او شفافيت به رامنځته شې نو د ايرو لاندې پټې سکروټې به په راتلونکو ټاکنو کې بيا تازه کيږې او د جنايت اور به بيا ستاسو سرنوشت سوزوې او د شفافيت پنوم به بيا ستاسو په وړاندې کوم بې وسه مامور ودروې او ستاسو قناعت به ترلاسه کوې. 


لطفاً د پورته ځوابونو په اړه شواهد او اسناد لدې ليک سره مله دې تاسو يې ملاحظه کړی .


په درنښت


د ننګرهار د ټاکنو پخوانې امر