په کندوز کې ميشت جرمنې عسکرو ديوې غونډې په ترڅ کې دڅاروې په ذبح کولو سره چې يوافغانې دود دي دهغه 6 تنودملي اردوسرتيرو له پاتې شونوڅخه بښنه وغوښتله اومرسته يي ورسره وکړه چې داوري يا حمل په دريارلسمه نيټه دياد ولايت دخاکنې په سيمه کې د دوي له خوا وژل شوي وو .
هغه غونډه چې له همدې کبله دکندوز د ولايتې بيا رغونې په مرکزکې د جرمنېيانو له لورې جوړه شوي دسوله ساتوځواکونو لوي درستيز کسدروف (کدروف) هم په کې ګډون کړي وو هغه په خپلوخبروکې وويل چې دوي د ملې اردو دسرتيرو په وژلوچې په سهوې سره تيره مياشت ووزل شول خواشينې دي .
سربيره پردي دشاهين دوهمې لوا قوماندان عبدالوکيل احساس هم د سرتيرو په وزنه خپګان ښکاره کړ .
احساس د جرمنيانو دمرستو نه مننه وکړه او دقربانيانو کورنيو ته يي د خداي له درباره دجميل صبر غوښتنه وکړه .
ديادونې وړ ده چې د هرې قربانې شوي عسکر کورنې ته يو يو څاروي د بښنې په ډول ورکړ .
داپه داسې حال کې ده چې څه دپاسه يوه مياشت مخکې د وسلوالوسره په نښته کې چې دجرمنې هيواد دري سرتيرې هم په کې ووزل شول ، جرمنيانو د ملي اردوپه يورنجر موټر باندي ډزې وکړې او په کې سپاره 6 تنه د ملي اردو سرتيرې يي ووژل چې وروسته جرمنيانو د بښنې ترڅنګ د پيښې پلټنې خبره وکړه .