لراوبر ته د ناټو لخوا په يوه تازه رارسېدلې خبرپاڼه کي ليکلي چي نن چارشنبې د می ۱۲ يې يو بل سرتيری د طالبانو لخوا د سپکو وسلو په بريد کي ووژل سو ، ناټو د پېښي ځای د افغانستان جنوب ښودلی خو په دقيق ډول يې د بريد ځای او خپل سرتيري هويت پټ ساتلی دی ، دا د دوه ساعتو په اوږدو کي دوهم سرتيری دی چي ناټو يې په رسمي ډول د وژل کېدو خبر خپروي .
طالبانو په ځانګړي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي مګر په بېلابېلوپېښو کي يې د لسګونو کورنيو او خارجي سرتيرو د وژلو ادعا کړې ده .