زړه خو تا را ځنی وړی ، یار منی که نه منی
در پسی می ډیر ژړلی ، یار منی که نه منی
*
ما چی ولیدل ستا سترګی پکی نښی د رغبت وه
هر کتل اوهر ادا، دی ډک له مینه او محبت وه
مینه ځما دی پارولی ،یار منی که نه منی
*
ستا د سری شونډی سرونه دګلاب پاڼی ته ورته
خماری سترګی د تا زړه می ویوړل کوز او برته
بی له تا یم سوځیدلی ، یار منی که نه منی
*
رازدزړه می درته وویل، ځان سره پټ وساته
که دی خوښه یارانه وی اشاره راکړه ما ته
ته پر ما یی نازولی ، یار منی که نه منی
*
تیریدای له تا نشم هوډ می ځان سره کړی
وسوسه او دوه دلی ما (مل) ځان نه شړلی
ننوات سره در ته دی راغلی، یار منی که نه منی
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جرمنی ۳۱-۱-۲۰۰۸