کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کڼواوړندودپاره دقلم اوبیان اذادي څه مانانه لري ؟

کڼواوړندودپاره دقلم اوبیان اذادي څه مانانه لري ؟


په دې کی شک نسته چي خبرې رسنی ،د قلم اوبیان ازادي دیوه ملت دحقوقوڅخه ددفاع اویوي ټولنی دپاره دحقایقودروښانه کولو څلورم قوت دي .همدا خبریالان دي ، همدالیکوالان دي ، همداخبرپاڼي دي چي ولس دخپلوواکدارانودکړووړوڅخه خبروې اودملت په مغزوکی دبیداري ،ملت پالنی اووطن پالنی روح ورپوکي . دوطن پلورونکو ظالمانو، رشوت خورو، قاتلانو، لوټمارانو له مخه پرده پورته کوي دظلم اووحشت کرغیړن مخونه خلګوته ښکاره کوي چی داکارنه توپ کولاي سي اونه توپنګ . خواوس پوښتنه داده چي دقلم اوبیان ازادې څه وخت ، په کوم نظام کی ، اوپه څه ډول تاثردرلودلاې سي ؟؟؟هغه مافیایی نظامونه چی دخپل نس دپاره دنړې ځوانان په زهرووژني هغوی ددخبرونوڅه پروالرې ، داسی نظامونه نه درسینوپه اهمیت پوهیږې ، نه عدالت وينی اونه یی پیژنی ، نه يي ولس په یاد دی نه دخدای اورسول نه ویره لرې ، نه سترګې لرې چي حقیقت په ووینی اونه غوږونه لرې چي دخلګوفریاد په واورې یوازې جییبونه لرې اودهغه دډکیدوپه دپاره پلانونه لري شپه اوورځ په همدې فکرکی ډوب دې . په داسې یونظام کي چي هم دافغانستان خلګ اوټولې رسنی نارې وهي اوهم نړیواله ټولنه اوس بیخي ترسږمورسیدلې ده په زغرده وایی چي داهیواد دفسادڅآله ګرځیدلې ده ، خیانت ، رشوت ، فساد ، قاچاق بی کارې ، لوږه اوج ته رسیدلې دي خلګ نارې وهی چي موږ په اورکی سوځو ایا کوم خاین چا ترلاس نیولې دي . داڅه چي خبریالانونه مننه وکړې چي موږ موپه حقیقت خبرکړو . ترموږپورې مودملت درد اوچغه راورسوله داسی څوک خومانه دي لیدلې چي یوه لیکوال ته یوه خبریال ته حتي شاباس چا ویلې وي .که په افغانستان کی تاسې لیدلې وې زما سلامونه هم پروایاست ،

راسي سرپه ګریوان کړو . دناټووهغه قاتل انګلیس جنرال ته چي دکندهارپه پنجوایي اوژړې ولسوالیوکی یی په سووخلګ شهیدان کړه او داخترپه نوکرځوسره لاسونه پیغلې اوځوانان یی ترخاورولاندې کړه اوهغوي په خپله غلطی اعتراف کاوه کرزې ورته دغازي امان الله خان مدال ورکړي . هغو هغه خبریالان چي داخبریی نشرکی اخطارونه څه چي له کندهاروتښتی ته مجبورکړه سوه ،

خوتراوسه مي وانه وریده چي یوه لیکوال ، یوه خبریال ، یوې رسنی ته دې چا حتي دکورودانی لفظ هم استعمال کړیوې .په داسی حال کی چي زموږ په سلګونه ځوان خبریالان دحق دراسپړولودپاره خاوری وخوړې اوخپل سرونه یی قربان کړه بچیان یی وږي اوکوڼدیاني یی بې سرپنا شپی تیروې ، ورسې دشهید عبدالصمد روحاني پرکونډیانوکوم وکدارزړسوې کړیدی ؟ همدااوس اکثره دزړه وینی خورې دخپل سرپه سودا دیوي پیښیي محل ته ځان رسوې ولی چا یی یادونه ونکړه . دوه کاله مخګی چي کوم وزیران دجشن په مراسموکی دمخالیفینودڅو ټکانوله ویرې د تیښتی اودخغستا په مسابقه کی درجه اول راوختل هغوې مدالونه اوسترجنرالې پیداکړې هغه زړه وراوباایمانه خبریالان چي دسرومرمیوپه باران کي ولاړوه اوعکاسې یی کوله چا حتی ونه ستایله ،دافغانستان په ټولوزونالستانوکي یوهم نه سترجنرال سو ، نه مارشال سو ، اونه دمدال خاوند سو . نه ملې قهرمان سو ددی نه مالومیږې چي دلته هرڅه امنتازات دجرم سره تړلې نه دحق اوحق ویلواویا حقیقت پاللوسره راسی وګورو کوم غله اوداړه ماران چي ددولت لخوا په چوکیو ، مدالونو ، رتبو ، نازل سوېدی دیوه خبریال خدمت یی کړیدې ؟ ایا کوم چا نازولې دی ؟،نازخوپریږده ما یوه ورځ یوه لیکنه چي دکورینوچارودوزیراوامنیتی مرستیال په نامه دپولیسو دیوه ماموردیوی بدې کارنامي یادونه کی سویوه اودبینوا لخونشرسویوه ددولت یوه ډیر لوړپوړي چارواکي مخ ته کښیښوده چي په هغه کی ځای محل ، تاریخ اوهرڅه ښودل سویوه هغه چارواکی راته وویل چی داکمونستان اوشعله یان داشیان نشروی اوزموږ رنګ رابدوی په داسې حال کی چي پخپله داجرم یوه کمونست کړی ؤ اودصحنی تمثیل یی یوه مسلمان خیریال کړی ؤ سره ددی ټولوناخوالوولې بیاهم ځینی چاپلوسان چي په مخ يی دژونالیزم پوښ اغوستی دې وایي چي په افغانستان کي دمطبوعاتوازادي ډیرې لاس ته راوړني لری ، زما پوښتنه داده کومي لاس ته راوړني ؟ داچي په کندهار ، کابل ، هلمند ، کندوز . اونوروولایاتوکی خبریالان ووژل سوه اودقتل په توریی هیڅوک ونه نیول سوه .؟ اونه ېې چا دقتل مسؤ لیت په غاړه واخیستی؟ دی ته رلاس ته راوړني وایاست ؟ کله چی یوه هیوادته دځلویښتوهیوادو عسکراوډالررابهیږې اوددیموکراسی دتطبق دپاره چغی وهی هلته دمطبوعاتوازادې داحال وې چي خبریالان وهل کیږې ، ډبلول کیږې ، تهدیږې ، وژل کیږې ، اختطاف کیږې ، نوکه داهم نه وي نوبه څه حال وې په کندهار کی خبریالان لکه شوپرکان دشي راوزې دورخي دوکدارانودګاردانودتروردویري پټ وي نوداکومی لاس ته راوړني دي ،؟یواز ي دیوڅو څان خوښو چاپلوسانه مصاحبي چي دڅا ن دشهرت اوپه دولت کي ورشوت اومقام ته لاره پیداکوی هغه هم نیم درواغ ، نیم رښتیا ، نیم دقومی تعصباتوډکی ، نیمې دتنظمی تعصباتوډکی وی دی کارته لاس ته راوړني وایاست ؟ نوداهسی دخلګوغولول دې زما له نظره دخبریالانواولیکوالانو رسینواودهغوي پرلاسته راوړنوهغه وخت حساب کیداې سی .اوتاثرلرلاي سې .

اول : کله چي واکداران پخپله غله اوخاینان نه وي دخیانت دورکولوپه لټه کي وې کله چي دیوه چالخوا ددولت دیوه ماموردجرم خبرله ریسنیوواورې دستی دهغه په پلټنه شروع وکړی حیقیقت لاس ته راوړې اومجرم ته جزاورکړی اوخبریال ونازوې چی کورودان زه دی په حقیقت خبرکړم .

دوهم : کله چي چارواکوسره اصلا دملت خاوری غم ورسره وې اومومن مسلمان وي دخدای پاک اودهغه دبندګانوخدمتګاروې اوداویره ورسره وې چي که زه اویا زما وزیر. معین ، ریس ، والې ، ولسوال ، قوماندان ظلم کوي ځان په دې جرم کی شریک وبولې دمخینو ی دپاره یی هڅه وکړې . دریم : کله چي هغه واکداران ملې احساس اوملې مسؤلیت ولرې . پرجیب . پرقوم . پرکورنی . پرسمت ، پرژبه فکرونکړی پرملت اوخلګوفکروکړې .

څلورم : چي پخپله واکداران جاسوسان اوګمارل سوې کسان نه وې دبیت المال ساتنه دخاورې ساتنه ، دملت دعزت اوناموس ساتنه خپله ملې اواسلامی دنده وبولې ، دمافیا استادان اولارښوونکی اوشریکان درسینواوژورنالیزم په اهمیت څه پوهیږې .

پنځم : چي واکداران دعدالت دټینګولوتوان اوقدرت اوجرات ولرې نه چي پخپله دویرې توردودوي .

شپږم : چي واکداران سترګې اوغوږونه ولري دایمان سترګې ېې خیانت اوظلم نه وي ړندې کړې .

اوم : چي واکداران درښتیا اودرواغو ، دصادق ، اوخاین ، توبیروکولاې سې چاپلوسانوېې دغیرت مزې نه وي شلولې .

اتم : چي زموږ خبریالان په دي وپوهیږې اومطمین سې چي زه پریوه رښتنی خبرنه ځورل کیږم بلکه تشویق کیږم . هغه وخت موږدرسینواوخبریالانولاس ته راوړنی بلل سو . نه داچي یورښتیاخبره نه سوکولاې اوبیا وایوموږ لاس ته راوړنی لرو.

عزیزانو دیوښکرورمافیایی نظام په نس کی رسینی ، دقلم اوبیان ازادي ، نه اهمیت لرې اونه قدر نه تاثرلرې اونه رول .