کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ((د تبک مرض ايله اوس خوله ولګوله))

((د تبک مرض ايله اوس خوله ولګوله))

له کومې ورځې چې افغانستان ته بهرني ځواکونه راغلي او امنيتي چارې يې په خپل واک کې نيولي دي، له همغې ورځې پر ولس د ړاندو بمونو غورځول، خپلسري عمليات، بېګناه وژنې، بېګناه نيونې، پر لار خلکوته تکليف ورکول، خادۍ په غمونو بدلول، په سرو ډوليو مرمۍ چلول، دخلکو په کورنو دشپې ورننوتل، افغاني مېرمنو بې ستره کول  او دې ته ورته پېښې ورسره غبرګې راټوکې دلي، همدا څه دي چې ولس يې په سره تبۍ کېنولى دى، په هر کور کې وير، غم او اندېښنې دي، هېڅ څوک خپله حيا، ناموس، پت، مال او سر خوندي نه ويني.

داسې ورځ دې بده شي، چې دهېواد په يوه سيمه کې دې دبدمرغۍ خبر خپور نه شي، که په هر شواخون وي بهرنيان  ولسي وګړي زوروي، کورونه يې بې دکومې پوښتنې پلټي او  په پاى بيا ترې دتلو پر مهال له درنو زيانونو په اړولو سره مخ ګرځوي.
؛ ځکه خو ولس سړکونو ته راوځي په سپوره لاريونونو لاس پورې کوي خپل غږونه پورته کوي، له افغان دولت باندې دعدم اعتماد نيوکې کوي او دخپل ژوند دخونديتوب غوښتنه کوي، مګر پارلمان هېڅ داسې يوه پرېکړه ونه کړه چې يا يې دولس پروړاندې ددې روان ناورين مخه نيولې واى او يا يې دپارلمان دروازې تر هغې تړلې واى تر څو چې حکومت دا ستونزه له منځه نه وه وړې.

داچې ولې تر پرونه پارلمان د ولس داچيغې سمې نه درک کولې او نه يې ورته په کلک هوډ حل لار موندله، چې نن داسې کلکې نيوکې کوي او د خپلسرو عملياتو د بندېدو غوښتنه کوي، داخو دوه اونۍ وړاندې په ننګرهار کې دهمدې پارلمان ديوې وکيلې مېرمن صفيه صديقي پر کاله په توره شپه کې  بهرنيان  ورننوتل، نژدې خپلوان يې ترې  وواژه، روپۍ او سره زر يې ترې لوټ کړل، چې په سبا يې خپله صفيه صديقي يو مطبوعاتي کنفرانس چمتو کړ او داسې وينا يې ورته وکړه ((داچې زه دپارلمان يوه وکيله يم او ژوند مې په امنيتي لحاظ خوندي نه دى؛ نو عام وګړي خواران خو ملامت نه دي چې هره ورځ وير کوي. زه ايله اوس پوىه شوم چې واقعاً ولس ډېر دردېدلى دى او دبهرنيانوخپلسري عمليات د زغم نه دي)).

داغلې صديقي له دې خبرو وروسته ماته يو پخوانى نکل راياد شو. وايي(( چې پخوا په يو کلي کې د(تبک) ناروغي يا مرض ګډ شوى و، دخلکو مالونه( حيوانات) يې وژل، ټولو خلکو پرېکړه وکړه چې بايد دکلي مشرته ورشي او ددې ناروغۍ دعلاج لپاره يوه لار وسنجوي. کله چې خلک دکلي مشر ته ورغلل او د(تبک) له ناروغۍ يې خبر کړ، هغه ورته وويل: ځئ لاړ شئ داخو دومره داندېښنې وړ خبره نه ده، شايد تاسې هسې وېرېدلي اوسئ، تبک مبک نشته. مالونه به مو کمزوري شوي وي، ښه خواړه ورکړئ په وجود يې اباد وساتئ، بلا يې هم نه وهي.دکلي خلک ډېر ناامېده بېرته خپلو کورونو ته لاړل.

څه موده وروسته دتبک ناروغۍ دکلي دمشر په کور کې  يو غوسى مړ کړ. د کلي مشر  ټول ولس راوغوښت او ورته وې ويل چې تبک خو ايله اوس خوله ولګوله چې زما خوسى يې وواژه ، زه اوس پوى شوم چې کلي کې  په رښتيا د تبک مرض ګډ شوى.
پورتنى نکل داغلې صديقي دخبرو يوه تړاو لرونکې بېلګه ده، دا خو شرم دى افسوس دى. موږ دافکر کوه چې داهره ورځ پارلمان زموږ له غمه رمباړې وهي، دمجلس په خونه کې زموږ له غمه ښکر په ښکر دي، په حکومت زموږ له غمه نيوکې کوي او په اونيو اونيو دندو ته نه راتلل زموږ له غمه دکارونو دزياتوالي په موخه رخصت کوي؛ خو له دې خبر نه وو چې وکيل صيبان مو په تصفيه شويو اوبو رنګارنګ ميوو، پستو کوچونو، لوکسو موټرونو، دنګوماڼيو، لوړو تجارتي خيالاتو او عيش او عېشرت کې پنځه کاله وتوغړېدل. او ايله اوس چې د دوى پر ملا غوباړى کېناست؛ نو پنځه کلن خواږه خوبه راوېښ شول، درد يې درک کړ او  موږ ته يې پام ځکه شو چې وار ددوى راغى.

ګيله په دې راځي چې پينځه کاله ولس خپلې اوښکې تويئ کړې، ټپي ټپي زړونه يې هېڅچا ښکل نه کړل، نه چا ورته دعاطفې په سترګو وکتل.
خو زما دايوه هيله او غوښتنه له دې خوار ولسه! داده چې دخداى په خاطر دادې بيا پارلماني ټاکنې نژدې دي، تاسې او خداى هغه څوک خپل وکيل وټاکئ، چې درد يې ليدلى وي، مېنه يې په بمباريو کې ړنګه شوې وي. تاندې غوټۍ يې دخزان ړاندو مرميو رژولي وي، بچيانو يې په خېمو کې زده کړې کړې وي. پښې يې په پليو مزلونو تڼاکې شوې وي، نه داسې  وکيل صيبان، چې د اونۍ په پيل کې دلته او پاى کې د اروپا، دوبې او امريکا  په رنګينو ماڼيو کې له خپلو مېرمنو او نازولو بچيانو سره په وريښمينو توشکونو لوبې کوي.

ځئ! ښه وشول دا هم دولس لپاره يوه تسلي ده، چې په دې وروستيو کې دخپل زړور او توريالي پارلمان له ژبې دا  اعتراف  اوري، چې موږ تر اوسه دولس له حاله خبر نه وو.
 او بله يې دا، چې بهرنيانو تر ولسي وګړو وروسته د ازموينې لپاره په لومړي ځل دپارلمان پر وکيلانو باندې خپله سترګه سره کړه. اوس به معلومه شي، چې وکيلان رېښتيا وکيلان دي او که هسې خوشې نانځکې ناستې.