د ايسلنډ د اور غورځوونکو غرونو دود او غبار د اروپا تر ځينو هيوادونو تېر او د افريقا فضاء ته ورسېدئ.
دا په تيرو دوو مياشتو کي دوهم وار دئ چي د آيسلنډ غرونه پر جوش راځي او د ګرد او غبار له امله يې د ځينو اروپايي هيوادونو هوايي ډګرونه تړل کېږي.
راپورونه وايي په هوا کي د لوګيو تازه غړوسکي د هسپانيې، پرتګال، فرانسې او مراکش فضاء نيولې ده، چي د افريقايي هيواد مراکش پر پلازمېنه رباط او سابلانکا د هوايي ډګرونو په ګډون ١٠ ميدانونه تړل سوي او دې هيواد ته ١٥٠ پروازونه ځنډول سوي دي.
د دې دودانو او غبار له امله پرتګال ١٩١ الوتني لغوه کړي او همدا راز د لوګيو تازه لړۍ د ترکيې فضاء ته داخله سوې ده، چي ښايي د دې هيواد پر هوايي قلمرو هم تاثير وکړي.