کور / تازه خبرونه / د الوتکي د لوېدو له امله ١٠٥ تنه مړه سول

د الوتکي د لوېدو له امله ١٠٥ تنه مړه سول

د جنوبي افريقا څخه ليبيا ته تلونکې يوه الوتکه د طرابلس په هوايي ډګر کي د ناستي پر مهال رالوېدلې چي پکښي ناست ټول سپرلي مړه سوي دي.
د ليبيا حکومت ويلي په دې الوتکه کي د عملې په ګډون ١٠٥ تنه سپاره وو، چي هيڅوک ژوندي نه دي پاته سوي.
د الوتکي د لوېدو علت تر اوسه معلوم نه دئ خو د چارواکو په وينا ښايي د تخنيکي ستونزي له امله رالوېدلې وي.
تېره مياشت د پولنډ هيواد يوه الوتکه هم په روسيه کي د خرابي هوا له امله د ناستي پر مهال رالوېدلې وه چي د دغه هيواد ولسمشر، کابينې د غړو او پارلماني وکيلانو په ګډون ١١٤ کسان پکښي مړه سول.