د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په هلمند ولايت کي يې د عملياتو پر مهال ١٨ تنه طالب جنګيالي وژلي او شپږ نور ژوندي نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي دغه عمليات د افغان پوليسو او ايتلافي ځواکونو له خوا وړمه شپه په هلمند ولايت کي ترسره سوي دي.
بلي خوا ته د کندهار دولتي مقامات وايي په شاولي کوټ ولسوالي کي طالبانو يو دولتي مامور وژلئ، چي وروسته د بهرنيو او افغان ځواکونو عمليات په سيمه کي شروع سوي دي.