د کندهار امنيتي مقاماتو د آزادۍ راډيو ته ويلي چي د دې ولايت د محبس اداري مدير په يوه وسله وال بريد کي وژل سوئ دئ.
د راپورونو له مخي د کندهار د محبس اداري مدير محبس ته څرمه د ډنډ پر چوک د نامعلومو وسله والو له خوا وژل سوئ چي تر اوسه يې چا مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستئ.
په کندهار کي له تيرو دوو مياشتو راهيسي د دولتي مامورينو او قومي مشرانو د وژلو لړۍ تر بل هر وخت زور اخيستئ دئ.