کور / تازه خبرونه / بې پيلوټه الوتکو ٢٣ کسان ووژل

بې پيلوټه الوتکو ٢٣ کسان ووژل

په شمالي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د تازه بمباريو له امله ٢٣ تنه وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي امريکايي جاسوسي الوتکو تېره شپه د دته خېلو په سيمه کي دوه واره د ميزايل حملې وکړې چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
امريکا پر جنوبي وزيرستان په داسي حال کي خپلو حملو ته تيزوالى ورکړئ چي پر پاکستاني حکومت يې فشار راوړى چي په دې سيمه کي د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي.
امريکايي الوتکو وړمه شپه هم په دې سيمه کي بمبارۍ کړي وې چي له امله يې ١٤ تنه مړه او پنځه ټپيان سول.