کور / تازه خبرونه / سور صلیب : امریکایان په بګرام کی دوهم جېل هم لری

سور صلیب : امریکایان په بګرام کی دوهم جېل هم لری

بی بی سی نړیواله څانګه د سور صلیب په حواله خبر ورکوی چی امریکا په بګرام کی دوهم پټ جېل هم لری چی هلته بندیان په عذابوی . خبر وایی چی دغه دوهم جېل د بندیانو لخوا په « تور جېل » سره نومول سوﺉ دی . د دې جېل څخه نهو خوشي سوو بندیانو ویلی چی امریکایانو موږ په دغه پټ جېل کی ځورولو ، د کوټو ( خونو ) له پاسه به ټوله ورځ او شپه رڼا پر برابره وه او امریکایی پوځیانو به خوب ته نه پریښوولو .
خو په افغانستان کی د امریکایی جېلونو لوی مدیر ( رابرټ هارورډ ) د دغو بندیانو ادعاګانی او د دوهم جېل شتون نه منی ، حال دا چی سور صلیب د دغه دوهم پټ جېل شته والی تایید کړ .