د خوست ولايت د اسماعېل خېلو ولسوالي په محمدصديق روهي ليسه کي د يوې چاودني له امله ١١ تنه زدکوونکي ټپيان سوي دي.
د افغانستان د پوهني وزارت وياند محمدآصف ننګ وايي پېښه نن سهار اته بجې په ښوونځي کي دننه د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين له امله رامنځته سوې چي څلور استادان او اووه زدکوونکي يې ټپيان کړي دي.
د ښاغلي ننګ په وينا د چاودني له امله د ښوونځي ودانۍ ته سخت زيان رسېدلى خو د خداى په فضل ځاني تلفات نه لري.
د پوهني وزارت دغه چاودنه يوه غير اسلامي، غير انساني او يو وحشيانه عمل بللى دئ.