په شمالي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو له وجي د مړيو شمېر ١٤ تنو ته ورسېد.
پوليټيکل چارواکي وايي امريکايي الوتکو په سيمه کي له برايي ماخستن راهيسي ١٣ راکټونه غورځولي چي دوه موټرونه يې هم ويشتلي دي.
د ځايي خلګو په وينا موټرونه له سپرليو سره سوځل سوي دي.
بلي خوا ته پوليټيکل چارواکو د نن سهار له شپږو بجو څخه په شمالي وزيرستان کي پر تګ راتګ بنديز لګولى دئ، چي له دې امله د بمباريو قربانيانو ته د مرسته رسولو لړۍ له ستونزو سره مخ سوې ده.
د راپورونو له مخي دغه بمبارۍ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه، دته خېل او خړکمر سيمو کي سوي دي.