کور / تازه خبرونه / درې امریکایی پوځیان په هلمند کی ووژل سول

درې امریکایی پوځیان په هلمند کی ووژل سول

پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی عسکر څلور ورځی مخکی ، بل درې ورځی مخکی او درېیم پرون په هلمند کی د طالبانو لخوا وژل سوي دي . لومړنی او دوهم په مخامخ جګړو کی او درېیم د ماین په ذریعه وژل سوی دی . خو دا یې و نه ویل چی هغه مارجه وه که بل ځای . دغو پیښو د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۶۳ ته ورسول .