د آريانا هوايي شرکت رئيس معين وردګ وايي د دې شرکت په يوه الوتکه کي د يوې بدمرغي پېښي مخنيوى سوئ دئ.
ښاغلي وردګ له آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل په الوتکه کي ناست يو کس هغه مهال د سپرليو او الوتکي د عملې له خوا ونيول سو چي په هوا کي يې د الوتکي د ښيښو د ماتولو هڅه کوله.
د نوموړي په وينا دغه د الوتکي يوه هنداره ماته کړې د دوهمي د ماتولو پر مهال سپرلي او عمله په خبر سول او دغه سړى يې ونيوئ.
د آريانا هوايي شرکت دغه الوتکه له کابل څخه تهران ته روانه وه، چي تر پېښي وروسته په کندهار کي کښېنستلې او نيول سوئ کس يې امنيتي ځواکونو ته سپارلى دئ.
د شرکت د رئيس معين ودرګ په وينا له بريدکوونکي څخه الوتکي تر ختلو دمخه په کابل کي امنيتي ځواکونو يوه چاړه او چاقو هم نيولي وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه