کور / تازه خبرونه / والسټريټ: فيصل شهزاد اخوانى دئ

والسټريټ: فيصل شهزاد اخوانى دئ

امريکا وايي د نيويارک د ټايمز چوک د ناکامي حملې په تور نيول سوى متهم فيصل شهزاد د اخوان المسلمين له فلسفې څخه متاثر دئ.
راپور وايي فيصل شهزاد عيناً هغسي فکر لري لکه د اخوان المسلمين د ګوند مخکښ غړي سيدقطب چي درلودئ.
راپور وايي سيدقطب د بشريت ترمنځ بېله مذهب، ايمان او عقيدې څخه په نړۍ کي بل هيڅ ډول قومي او سمتي هويت نه پېژانده او مسلمانان يې ټول يو بلل.
وال سټريټ ژورنال ليکلي د سيد قطب له افکارو څخه متاثر کسان د نړۍ په هر هيواد کي موجود دي او د دوى د عقيدې خلاف خلګو پرضد سازشونه جوړوي.
وال سټريټ د امريکايي پوځ هغه مسلمان افسر چي تېر کال يې څوتنه امريکايي عسکر ووژل هم د سيدقطب پيرو بللى دئ.
سيدقطب د امام حسن البناء په لاس د جوړ سوي ګوند اخوان المسلمين د مشهورو غړيو او اسلامي مفکرينو څخه و، چي په ١٩٦٦ کال د مصر د سيکولر ولسمشر جمال عبدالناصر له خوا اعدام سو.