د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبرته دټيلفون له لارې وويل چې دالفتح علميات په لاره اچولو په نتيجه کې نن 9 بجې دکندوز په تولکه سيمه کې يودولت پلوې قوماندان اسحاق نظامې سره د 7 وسلوالوساتونکيوسره ووژل شو .
د طالبانو لخوا د الفتح په نوم عملياتو په اړه رسمي اعلاميه لراوبر ته په دې متن رسېدلې ده :
نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ }الصف13
دامریکاپه مشری یرغلګرایتلاف په وړاندې دافغان مسلمان ملت له برحق جهاد او (۹) کلن مقاومت وروسته اشغالګرامریکایان اودهغوﺉ ړانده ایتلافیان بالآخره دیته اړیستل شول چې دناټوتړون دبهرنیوچارو دوزیرانوپه وروستۍ غونډه کې له افغانستان څخه دخپلو مورال بایللو پوځیانو دعقب نشیني په اړه تصمیم ونیسي.
یرغلګران که دمجاهدو افغانانوپه لاس دخپلوځواکونو دغې شرموونکې ماتې ته هرنوم وروکوي هغه ددوﺉ په شکست خورده منطق پوري اړه لري خوهغه څه چې په افغانستان کې له عیني واقعیتونه څخه جوتیږي هغه دادي چې دغه پرشاتګ دایمان اواسلامي عقیدې په مقابل کې دنړیوال کفري ځواک څرګند شکست بلل کیږي.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دلوي الله په نصرت اودخپل مجاهدولس په بی ساری ملاتړپه افغانستان کې دټولوبهرنیویرغلګروځواکونوپه بشپړ شکست پوره باور لري له دې اسلامي هیواد څخه دټولویرغلګروځواکونوپه عاجل اوبلاقیداوشرطه وتلو ټینګار کوي او دغه هدف ته درسیدو لپاره یواځینۍ وسیله دوسله وال جهاد تداوم بولي اوددغه جهادي یون دلاګړندیتوب اوپرمختګ لپاره دامریکایانو،ناټوتړون اودهغوﺉ دمزدورانوپه خلاف دالفتح په نوم دنویوپسرلنیوعملیاتوپیلول اعلاموي.
فتح دمسلمانانوپه جهادي تاریخ کې یوه ویاړمنه کلمه او دمسلمانانوپه مقدس کتاب قرآن عظیم الشان کې دکامیابي،برلاسې اوغلبې په نوم کارول شوې مفهوم اودقرآن کریم د۱۱۴ سورتونوڅخه دیوه مبارک سورت نوم دی.
لومړۍ فتح دهجرت په دوهم کال دبدرپه فیصله کوونکې غزاکې الله تعالی مسلمانانوته ورپه برخه کړې دکومي په نتیجه کې چې دکفارو سرلښکر ابوجهل دمسلمانانوپه لاس ووژل شو .
دوهمه ستره فتح دهجرت په اتم کال دمکې لویه فتح ده کومه چې د نړۍ په کچه داسلامي حاکمیت دبریالیتوب اودمسلمانانو دعزت لامل ګرځیدلې.
دافغانستان اسلامي امارت رهبری شوری هم دامریکایانو اوناټوتړون دځواکونوپه خلاف دخپلو پسرلنیوعملیاتو لپاره عسکري نوم ځکه الفتح غوره کړ چې داعملیات به هم که خدای کول دبدر،أحزاب اودمکې دفتحې په څیر دټولو نړیوالو یرغلګروځواکونوپه خلاف دمجاهدینودفتحې ،غلبې اونصرت بریالي عملیات وي، ان شاءالله.
دالفتح دبریالیوعملیاتو مستهدفین (په نښه شوي)به یرغلګرامریکایان ،دناټوتړون پوځیان ،بهرني مشاورین،د دیپلوماتانوترنامه لاندې خارجې جاسوسان، دکرزي دمزدورې ادارې دکابینې غړي ،پرلماني وکیلان،تش په نامه د دفاع،امنیت ،عدلیې اوکورنیوچارووزارتونو منسوبین، دبهرنیو اوکورنیوپه اصطلاح امنیتي کمپنیو اجیر قراردادیان دپوځي اکمالاتو او تعمیراتو ټیکه داران اوکارمندان اوټول هغه کسان وي چې په افغانستان کې داجنبي حاکمیت لپاره دبهرنيو اشغالګرو ملاتړي وي.
الفتح جهادي عملیات به دروان ۱۴۳۱ د۶ میاشتې په لومړۍ نیټه چې د۲۰۱۰ میلادي کال دمي له ۱۰نیټې سره سمون خوري له کابل څخه نیولې بیا دټول هیوادپه کچه دبهرنیو ماتي خوړلوپوځونواودهغوﺉ دوراخطامزدورانوپه خلاف رسما پیل کیږي .
په دغوعملیاتوکې به دخرپ اوترپ موفقانه تکتیکونو،دښارونو د داخل عملیات ، دښارونو محاصره کولپه پوځی مراکزو دلارو بندول،دسرک دغاړې ماینونو ،د دولتي چارواکو ترورکول،دبهرنیویرغلګرو اسیرانول او دضرورت په وخت کې داستشهادي عملیاتو ترسره کول شامل وي.
لهذا دافغانستان اسلامي امارت دالفتح تکتیکي عملیاتوله پیل کیدونه مخکې ټولو ذیدخله لوریوته لاندې ټکي اعلاموي:
۱ـ دالفتح عملیاتوترپیلیدوله مخه دکرزي دمزدورې ادارې ټولو پوځي ،استخباراتي ،قضایي اواداري چارواکوته یوځلې بیا خبرداری ورکول کیږي چې نور ددغې مزدورې اوشړیدونکې ادارې له ملاتړ نه لاس په سر اوله خپل اشغال شوي هیوادنه دیرغلګرودشړلو لپاره دخپل ولس ترڅنګ ودریږي اوکه په دی سلسله کې پولیس یا عسکر مجاهدینو ته تسلیم شی مجاهدین به یی په انعامونواوقدرونه ونازوی اوهغه څوک چي لاهم دکفاروملګرتیاکوی هغوﺉ به دیرغلګرو په جمله کې حساب اودخپل نامشروع عمل په جزارسول کیږي.
۲ـ دترانسپورتي اوساختماني شرکتونوهغه چارواکي اوکارکونکی چې دبهرنیانولپاره لوجیستکي مواد لیږدوي اویاهغوﺉ ته ساختماني تعمیرات جوړ وي په ټینګه خبرداری ورکول کیږي چې نور له دغه ناروا عمل نه لاس واخلي ؛کنه مجاهدین به د دوﺉ له ټولوکاري پرسونلو اوتخنیکي وسایلوسره داسې معامله کوي لکه دیرغلګروځواکونوله پوځیانو اوپوځي وسایلوسره چې کوي ،دهغوﺉ کاري پرسونل به وژني اوتخنیکي وسایل به یې له منځه وړي داځکه چي ددوی داډول اعمال دګران افغانستان داشغال داوږدیدوسبب ګرځی.
۳ـ هغه بهرني پانګوال چې په افغانستان کې دامریکایي مصالحو دتحقق لپاره پانګه اچونه کوي اودهغې ګټه دملت په ځای دبهرنیانو جیبونوته ځي باید له خپلې داډول پانګې اچونې څخه لاس په سر اوخپله سرمایه په داسې لاروچاروکې مصرف کړي چې ګټه یې دیرغلګروپه ځای خپله ددوﺉ جیبونواوملت ته ورشي اوداشغالګرو دتقویې لامل ونه ګرځي کنه مجاهدین به هرهغه څه چې دبهرنیویرغلګرو دملاتړ اوتقویې سبب ګرځي له منځه وړي اوبیا به څوک دشکایت حق نه لري.
۴ـ دافغانستان اسلامي امارت خپل مسلمان مجاهد ملت ته دا اطمنان ورکوي چې دالله تعالی په نصرت اوستاسودنه هیریدونکوقربانیوپه برکت نوران شاء الله له وحشي یرغلګروڅخه دوطن دآزادي اوخپلواکې شپې ورځې ډیرې رانیږدې شوې هیله ده چې دهیواد په دغو تاریخي اوحساسو شیبوکې دتیرو ۹ کلونوپه څیر دیرغلګروځواکونودټکولو،وژلو،اونابودولوپه غرض دخپلومجاهدینو وروڼو ترڅنګ ودریږي اونورهم دهغوﺉ لیکې په خپل ولسي مقاومت سره مضبوطې کړي .
۵ـ دافغانستان داسلامي امارت مشرتابه له خپلو پیاوړو اوغیرتي مجاهدینوڅخه په کلکه داغوښتنه کوي چې دالفتح عملیاتوپه شمول دخپلو ټولوپوځي فعالیتونوپه جریان کې دولسي خلګو دځان ،مال اوټولوشتمنیو ساتنې اوژغورنې ته جدي پاملرنه وکړي ، دجهادي سپیڅلو اهدافو تقدس ته په درناوي سره دخپل جهادنصب العین دالله تعالی رضاوګرځوي ، دولسي خلګو دهوسایي اوآرامي لپاره کاروکړي ،دهغوﺉ دسالمومشورو اونظریاتوپوره خیال وساتي،په ټولوکړووړوکې دی له لوړعزم ،قوی تدبیر،منظم پلان اوتیروتجربو نه ګټه اخلی، خپل ټول فکر او قوت دی مقدس جهاد ته متوجه کړی او کوښښ دی وکړی چي په غیرضروری کارونو کې مجاهدین مصروفه نشی ، داسلامي حکومت دپلي کولو لپاره دي له یرغلګروکافرانوسره دمقابلې جهادي مرچلونه لاګرم اوپه خپلوټولوجهادي فعالیتونو او خیریه کارونو کې دي له الله تعالی څخه نصرت اوتوفیق غواړی! والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
رهبري شوری