کور / تازه خبرونه / کندز:سپيشل فروس يوقوماندان او7 نورکسان پورته کړل

کندز:سپيشل فروس يوقوماندان او7 نورکسان پورته کړل

دکندوز ولايت دچهاردرې ولسوالې ولسوال عبدالواحدعمرخيل لراوبرته وويل :چې تيره شپه دسپيشل فروس ځواکونو دعملياتوپه ترڅ کې ديادي ولسوالې دنواباد کلي څخه يويخوانې جهادي قوماندان سلطان اوورسره 7 نورکسان ديوې چاپې اچولو وروسته په الوتکه له ځانه سره پورته کړل عمرخيل زياتوي چې دي دا معلومات نلرئ چې ايا سلطان دي د وسلوالوطالبانو سره تماس لره اوکه يا ؟ هغه وايي چې سپشل فروس پخپل سر عمليات ترسره کوي او دوي په جريان کې نه اچوي همدارنګه هغې زياته کړه چې په نيولوشويو کسانو کې درې تنه دښوونځې زده کوونکې دي هغه وايي چې دي نه پوهيږي چې نيول کسان به اوسمهال چيرته وي.
داپه داسې حال کې ده چې افغان دولت چارواکې تل دبهرنيوځواکونوسره دعملياتوپرمهال دهمږي خبره کوي .